نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۵, سهشنبهپه ورځ په تاريخ کښي د نړۍ مهمي پيښي:
د ۱۹۲۳ ميلادي کال په دغه ورځ په المان کي پوځ واګي په لاس کي واخيستي.
د ۱۹۲۸ ميلادي کال، په دغه ورځ امريکا پر دې هو کړه وکړه، چي د چين د نيشناليستانو دولت په رسميت وپيژني.
د ۱۹۳۹ ميلادي کال په دغه ورځ په دوهمه نړيواله جګړه کي د ۱۹ ورځو تر مقاومت وروسته، وارسا، آلمان ته تسليم سوه.
د ۱۹۵۵ ميلادي کال په دغه ورځ د ترکيې لومړی وزير، جمال عبدالناصر اعلان وکړ، چي د سلواکيې سره يې داسي يو تړون لاسليک کړی، چي د پنبي په مقابل کي به ترکيې ته وسله ورکوي.
د ۱۹۶۲ کال په دغه ورځ په يمن کي پوځ کودتاه وکړه او ډګروال عبدالله صالح لومړی وزير سو.
د ۱۹۹۰ ميلادي کال په دغه ورځ برتانيې او ايران ديپلوماتيکي اړيکي بيرته ورغولې. دا اړيکي د ۱۹۸۹م کال د مارچ په مياشت کي هغه وخت وشلېدې، چي د ايران روحاني مشر، آيت الله روح الله خامناي، د سلمان رشدي پر ضد د مرګ فتوي ور کړه.
د ۱۹۹۶ ميلادي کال په دغه ورځ طالبانو کابل تر ولکې لاندي راوست او په عاجله توګه يې د هغه وخت افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله په دار وځاړاوه.
د ۲۰۰۵ ميلادي کال په دغه ورځ د افغانستان د کورنيو چارو وزيرعلي احمد جلالي د خپلي دندي څخه پدي دليل استعفا وکړه چي ويل يي، د مخدره توکو په کاروبار کي لوړپوړي چارواکي لاس لري.
د ۲۰۰۹ ميلادي کال په دغه ورځ د ايران سپاه پاسداران وويل چي د لنډ واټن ويشونکي توغندي کاميابه ازموينه يي تر سره کړه.
د ۲۰۱۰ ميلادي کال په دغه ورځ پاکستان د ناټو هغه خبره رد کړه چي ناټو حق لري د افغانستان د خاوري څخه د وسله والو په تعقيب پاکستان ته هم خپل عسکرو وليږي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل