نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده
۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبهاعلان
نن د افغانستان په شمول ټولو اسلامي هیوادونو کې د اختر لومړې ورځ ولمانځل شوه. د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د اختر په لمونځونو کې په افغانستان کې د تل پاتې سولې له پاره دعا گانې وشوې. خو د افغانستان گاونډي هیواد پاکستان کې د تل په شان دوه اخترونه لمانځل کیږي. د رپوټونو په حواله د خیبر پښتونخوا په ایالت کې نن د اختر لومړی ورځ ده، خو د پاکستان په نورو ایالتونو کې به د دوشنبې په ورځ اختر ولمانځل شي.