ننگرهار: د سرک د غاړی ماین پنځه تن پولیس وژلي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبهاعلان
دولتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې د ختیځ ولایت ننگرهار د دور بابا په ولسوالۍ کې د پولیسو یو موټر د سرک د غاړې د بم ښکار شوی دئ او پکښې پنځه تنه پولیس وژل شوي دي.
د المان خبري آژانس د ننگرهار د والي احمد ضیا عبدالزې په حواله ویلي دي چې د پاکستان پولې ته څیرمه د دوربابا په ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو یو موټر د سرک د غاړی د ماین ښکار شوی دئ او په موټر کې سپاره پنځه پولیس وژل شوي دي.