اتو ځانمرگو برید کوونکو پنځه تنه پولیس ووژل
۱۳۹۲ فروردین ۶, سهشنبهد پېښې په ترڅ کې لومړی یوه ځانمرگي بریدکوونکي له چاودیدونکو موادو څخه خپل ډک موټر د جلال آباد د ښار د چټک غبرگون پولیسو قطعې مخې ته منفجر کړ. تر دې وروسته اوو تنو نورو برید کوونکو چې ځانمرګي واسکټونه یې پر تن لرل، د پولیسو پر دغه مرکز باندې برید وکړ. درو تنو برید کوونکو خپل ځانونه د پولیسو په دې مرکز کې والوزول خو څلور تنه نور ېی بیا د پولیسو له خوا په ډزو وویشتل شول. د بریدکوونکو او پولیسو تر منځ نښتې له یوه ساعت څخه د ډیر وخت له پاره دوام وکړ.
د ننگرهار ولایت د پولیسو قوماندان محمد شریف امین، ویلي دي چې یو شمیر برید کوونکو ناټو ځواکونو ته ورته یونیفورمونه پر تن لرل. په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
جلال آباد د ننگرهار ولایت مرکز دی چې له پلازمینې کابل څخه څه نا څه ۱۲۰ کیلومتره واټن لري. دغه ولایت د پاکستان له قبایلې سیمو سره گډ سرحد لري او له همدې کبله وخت نا وخت په کې بریدونه تر سره کیږي.
دغه برید په داسې حال کې کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د دشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۵ نېټه) په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید.
په وروستیو وختونو کې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په یوه وخت کې د موټر بمونو، ځانمرگو او سپکو وسلو بریدونه تر سره کوي چې وشي کولای افغان او بهرنیو ځواکونو ته ډیر تلفات واړوي.
ویل کیږي چې د اوړي له رارسیدو سره به په راتلونکو میاشتو کې به پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه نور هم ډیر شي. طالبان ډیر وخت په ژمي کې د سړې هوا له کبله خپل بریدونه راکموي.
د مارچ میاشتې په ۱۴ نیټه افغان امنیتي ځواکونو کابل ته نزدې یو لوی موټر ونیو چې په کې اته ټنه چاودیدونکي مواد بار ول. هغو د دغه موټر د نیولو په عملیاتو کې پنځه تنه شکمن ځانمرگي برید کوونکي ووژل او دوه تنه نور یې ونیول. ویل کیږي چې دغه موټر په کابل کې د ناټو پر یوه مرکز باندې د برید کولو له پاره دې سیمې ته راوړل شوی وو.