1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: پر طالبانو بمي چاودنې او بیا ډزې شوي دي

۱۴۰۰ آبان ۱۶, یکشنبه

د طالبانو غړي په جلال آباد ښار کې د دوو چاودنو هدف ګرځيدلي دي. تر دغو چاودنو وروسته، د طالبانو او بریدګرو تر منځ جګړه پيل شوې. بریدګر توانیدلي تر جګړې وروسته له سېمې وتښتي.

https://p.dw.com/p/42h2E
Afghanistan | Taliban Kämpfer lösen Proteste in Jalalabad gewaltsam auf
انځور: AP/picture alliance

د ننګرهار امنیه قوماندان، مولوی شیخ ندا محمد د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغه ولایت کې دوه چاودنې شوي دي. د هغه په خبره، لومړۍ چاودنه د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د طالبانو پر موټر شوې چې له امله يې د طالبانو دوه غړی ټپيان شوي دي. دوهمه چاودنه تر لومړنۍ چاودنې څو شيبې وروسته شوې چې تلفات نه لري. امنیه قوماندان وايي چې تر چاودنو وروسته د طالبانو او حمله کونکو تر منځ وسلواله نښته شوې ده.

عینی شاهدانو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې تر چاودنو وروسته طالبانو او حمله کونکو پر يو بل ډزې پیل کړې. یوه عیني شاهد د پیښې په هکله وویل: «په طالبانو باندې دوه چاودنې وشوې او داعشیانو ډزې پیل کړې چې بیا په آخر کې وتښتیدل.» د سیمې يوه بل اوسیدونکي وويل: «تیزه جګړه پیل شوه، حمله کونکو دوه یا درې لاسي بمونه ګوزار کړل.»

تر دغو چاودنو او نښتې وروسته د هغو مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د طالبانو پر وړاندې د دا ډول حملو او چاودنو مسئوليت په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

وروسته له هغې چې طالبان د اګست میاشتې په نیمایي کې واک ته ورسیدل، داعش ډلې پر طالبانو خپلې حملې ډيري کړي دي.

اسلامي دولت یا داعش ډلې د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستريز روغتون د وسلوالې حملې مسئوليت په غاړه واخیست چې پکې د طالبانو د یو مهم قوماندان په ګډون يو شمیر کسان ووژل او ټپیان شول.