1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ننګرهار: د سړک د غاړې ماین پنځه سرحدي پولیس ووژل

۱۳۹۷ شهریور ۹, جمعه

چارواکو ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین پنځه تنه سرحدي پولیس وژلي او څلور تنه نور یې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/344pD
Afghanistan Symbolbild Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Safi

د پولیسو یوه افسر قیس سیفي، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د پولیسو ډک یو موټر د پنجشنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو سیفي اسلامي دولت یا داعش ترهګره ډله د دې پیښې مسئوله بللې ده. د دغه افغان پولیس په خبره داعش ډیر وخت په دې سیمه کې د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي چې افغان ځواکونه او چارواکي په نښه کړي.

داعش په ننګرهار ولایت کې پیاوړی حضور لري او وخت نا وخت پر افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ په یوې بلې پیښې کې د افغانستان په کونړ ولایت کې هم د سړک د غاړې یوه ماین درې کسان وژلي او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي.