1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار او کونړ کې د باران او توپان له امله ۴۰ کسان مړه شوي

امید دیدار
۱۴۰۳ تیر ۲۵, دوشنبه

د ننګرهار او کونړ ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د سخت اورښت او توپان له امله تر اوسه د ۴۰ کسانو مړینه او د ۲۳۰ ټپي کېدل تایید شوي دي. د طالبانو ادارې ویلي دي، چې تلفاتو دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي بدلون پکې راشي.

https://p.dw.com/p/4iJc7
د ارشیف انځور: ننګرهار او کونړ کې د اورښت او توپان له امله ۴۰ کسان مړه شوي
د ارشیف انځور: ننګرهار او کونړ کې د اورښت او توپان له امله ۴۰ کسان مړه شويانځور: EPA

د دوشنبې پر مازیګر سختو اورښتونو او توپان د ننګرهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. ننګرهار کې د طالبانو ادارې ویلي دي، چې په ځايي وخت د مازیګر پر څلورو بجې مرکز جلال اباد، سره رود، بهسود، بټي کوټ او شاوخوا نورو سیمو کې د سخت اورښت، ږلۍ او توپان له امله تر اوسه ۳۵ کسان مړه او ۲۳۰ ټپيان شوي دي.

خبر کې راغلي، چې اورښت او توپان زیات زیان سره رود کې اړولی دی. دغلته د یوه کور د چت پرېوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه او څلور ټپيان دي.

زیاته شوې چې د دوشنبې ورځې د اورښتونو له کبله په مختلفو سیمو کې د استوګنې کورونه رانړیدلي، فصلونه او لارې تخریب شوي دي.

د ارشیف انځور: ننګرهار او کونړ کې د اورښت او توپان له امله ۴۰ کسان مړه شوي
د ارشیف انځور: ننګرهار او کونړ کې د اورښت او توپان له امله ۴۰ کسان مړه شويانځور: EPA

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر بدلون قریشي رسنیو ته لېږلې خبرپاڼې کې د دغې خبر د تایید تر څنګ ویلي دي چې مړو شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ویل شوي، له مختلفو سیمو د اورښت او توپان ټپيان جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال په کونړ کې د طالبانو ادارې هم د دغې ولایت مرکز او ولسوالیو کې د سخت اورښت او سیلابونو له امله د پنځو کسانو د مړینې او ګڼ شمېر کورونو د نړیدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان  له نورو ولایتونو هم د شدیدو اورښتونو او سیلابونو خبرونه ورکړل شوي؛ خو د اوښتي زیان په اړه یې لا واکمنې ډلې څه نه دي ویلي.

ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي