1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهاريان په روژه کې د اوربند غوښتنه کوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبه

په سلونو ننګرهاريانو د یوې لویې ولسي غونډې پر مهال په جنګ کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې په راروانه روژه کې اوربند وکړي.

https://p.dw.com/p/3rspu
Bewohner von Nangarhar wollen Waffenstillstand in Ramadan
انځور: Nangarhar Governor House Media

دا غونډه د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه چې په سلونو کسانو پکې ګډون کړی وو. د غونډې ګډونوالو د سولې خبرو د ګړندیتوب تر څنګ په جنګ کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د روژې په میاشت کې دې سرتاسري اوربند وکړي.

دغه غونډه د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ وربلل شوې وه او دا غږ هم پکې بدرګه کېده، چې د تېرو شلو کلونو پر لاسته راوړنو معامله ورته د منلو نه ده.

Bewohner von Nangarhar wollen Waffenstillstand in Ramadan
انځور: Nangarhar Governor House Media

د ولایتي شورا غړي اسرار الله مراد د جګړې ښکېلې خواوې مخاطب کړې، چې د روژې میاشتې په درناوي دې جګړه ودروي: «موږ له وسله والو طالبانو غواړو چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي او هم دې د سولې په خبرو کې د تیرو کلونو لاسته راوړنې له پامه نه غورځل کیږي، ځکه دا لاسته راونې موږ په ډېرو سختیو لاسته راوړي او نه غواړو معامله پرې وشي.»

د سولې خبرو ګړندیتوب، د نظام د بقا او پایښت غږ هم د دغې غونډې د سر له خبرو و. په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي عبدالروف شپون پر خلکو غږ وکړ چې د نظام ملاتړ وکړي او پرېنږدي چې څوک یې په سرنوشت لوبه وکړي: «موږ له وسله والو طالبانو هم غواړو چې اوربند وکړي او پر خلکو دې د زور حکومت نه کوي ځکه په زور هیڅ وخت حکومت نه کیږي، نو د ولس غوښتنه دا ده چې طالبان دې خپلې طرحې او وړاندیزونه له موږ سره شریکي کړي ترڅو ورته د حل لاره ولټوو، خو په زور هیڅ هم نه کیږي.»

Bewohner von Nangarhar wollen Waffenstillstand in Ramadan
انځور: Nangarhar Governor House Media

دیني عالم داوود مجاهد بیا د غونډې پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې روانه جګړه و دروي او د خبرو له لارې خپلې غوښتنې له افغان حکومت سره په سوله ایز ډول شریکې کړي: «موږ سوله غواړو نور له جنګ ستړې شوي یوو، نو په دواړو اړخونو مو غږ دا دی چې سوله وکړي او روانه جګړه دې و دروي ترڅو په هیواد کې د بې ګناه افغانانو د وینې تویدنې مخنیوی وشي.»

د ننګرهار په سلونو خلک داسې مهال د اوربند او سرتاسري سولې غږ پورته کوي چې د ملي مصالحې عالي شورا د استانبول غونډي له پاره د سولې مسودې طرحه وروستۍ کړې او ټاکل شوې په همدې اپریل میاشت کې به یې د ترکیې غونډي ته وړاندې کړي.

امید دیدار