1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ناچاودو مرميو سره لوبې ۴ افغان ماشومان وژلي

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

په هلمند ولایت کې د ناچاودو مرميو یوې چاودنې څلور ماشومان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي. پوليسو او يوه ډاکتر ويلي چې ماشومانو دغه مرمۍ خپلې مدرسې ته راوړې وې چې بیا چاودنه رامنځ ته شوه.

https://p.dw.com/p/4GP4S
Afghanistan Lokale Schule in der Provinz Kandahar gegründet in der Mädchen auch zum Unterricht dürfen
انځور: Naqibullah Eshaq

دغه پېښه د افغانستان په هلمند ولايت کې شوې کله چې ماشومانو يوه ناچاودلې مرمۍ وموندله او مدرسې ته يې سره راوړله څو لوبې ورباندې وکړي. دغه خبره د ځايي پوليسو د دفتر په يوه بيان کې راغلې ده. د بیان له مخې دغو کوچنيانو د ۷ تر ۱۴ کاله پورې عمر درلود چې درې تنه نور ماشومان په ياده پېښه کې ژوبل شوي هم دي.

افغانستان د لسيزو اوږدو جګړو څخه کړېدلی هېواد دی او د ماشومانو له پاره يو خطرناک ځای هم بلل کيږي. ماشومان په زړې اوسپنې او کباړو پسې ګرځي څو يې د خپلو کورنيو د ملاتړ په موخه وپلوري.

ډېر ماشومان په افغانستان کې د ناچاودو مرميو له کبله ژوبل کيږي يا وژل کيږي. د معلوماتو له مخې د شنبې ورځې په دې پیښه کې درې ماشومان سمدلاسه ووژل شول او يوې نجلۍ وروسته د لښکرګاه په روغتون کې د اوښتو ټپونو له کبله ساه ورکړه. دغه خبره يوه ځايي ډاکتر چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، تائيد کړې ده.