ناټو ښايي په افغانستان کې خپلي اوسنۍ اډې وساتي
۱۳۹۵ خرداد ۲۶, چهارشنبهد اوسني پلان له مخې به ولسمشر اوباما د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راکښته کړي او بیا د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې په دې هیواد کې یوازې د خپلو دیپلوماتیکو ماموریتونو او سفارت د ساتنې له له پاره سرتیري پریږدي.
خو ډیر شمیر امریکايي قومندانانو له ولسمشر اوباما څخه غوښتي چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیري شمیر را کم نه کړي، ځکه په دې هیواد کې د طالبانو بریدونه ورځ تر بلې ډېريږي.
د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې د غونډي پر مهال په افغانستان کې پاتېدو ته زرغون څراخ وښود. د بریتانیا د بهرنيو چارو وزير فایکل فالن، وویل: «دا له افغانستان څخه د وتلو ښه وخت نه دی.»
هغه ګواښ وکړ چې په افغانستان کې د ستونزو د رامنځته کیدو له کبله په زرونو مهاجر اروپا ته راشي او په دغو هیوادونو کې موجود د مهاجرت ستونزه به لا پراخه کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې امریکایي سیال یې ورته د تړلو دروازو تر شا غونډه کې ویلي دي چې اوس امریکا متحد ایالات په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیر په اړه کره کتنه کوي.
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، بیا خبریالانو ته د دې موضوع له تائيدېدو څخه ډډه کړې ده. هغه ویلي دي چې دا د بحث موضوع نه ده او ولسمشر اوباما به یوازي د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره ورته پریکړه وکړي.
د ناټو سرمنشي هم ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د ناټو ډیرو غړو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به خپل پوځي حضور وساتي. هغه ویلي دي: «په سیمه ایز حضور سره به موږ د افغان امنیتي ځواکونو سلاکارۍ، روزني او همکاري ته دوام ورکړو، ځکه موږ د افغانانو ملاتړ ته ډیر ژمن یو.»
یو دیپلومات خبریالانو ته د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې ناټو به همداراز تر ۲۰۲۰م کاله پورې د افغان امنیتي ځواکونو اوسنی شمیر ساتلو له پاره هر کال څه نا څه پنځه میلیارده ډالر مصرف کړي.