1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو وايي اوکراين نورو درنو وسلو ته اړتيا لري

۱۴۰۱ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي ويلي دي چې د دې پوځي ائتلاف غړي هيوادونه باید د اوکراين سره لا زياته مرسته وکړي. زيلنسکي بيا ويلي دي چې په دونباس کې د نښتو پايله به د جګړې راتلونکی مسير وټاکي.

https://p.dw.com/p/4Cj2p
Niederlande | Gespräche von Regierungschefs mehrerer NATO Staaten
انځور: Sem van der Wal/ANP/AFP/Getty Images

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ د سه شنبې په ورځ د ناټو د اوو هیوادونو له مشرانو سره تر ليدنې کتنې وروسته ويلي دي چې لوېديځ بايد اوکراين ته چې د روسیې د «بې رحمه اشغال» پر ضد جګړه کوي، «نورې درنې وسلې» واستوي.

ستولتنبيرګ په دې ترڅ کې تر يوې خبري غونډې وروسته وويل چې ناټو لا دمخه هم د تجهیزاتو ليږد «ډیر کړی دی» او چارواکي به یې د چهار شنبې په ورځ په بروکسل کې د نورې مرستې د همغږۍ په موخه سره وګوري.

د سه شنبې په ورځ د اوکراين د دفاع وزارت ويلي دي چې دغه هيواد د تقاضا شويو وسلو يوازې يوه کوچنۍ برخه ترلاسه کړې ده او د پولند لومړي وزير هم ويلي دي چې لوېديځ د اوکراين سره د مرستې له پاره «کافي هلې ځلې نه کوي.»

په دې منځ کې د ناټو اوو هيوادونو له سويډن او فنلند سره په ناټو کې د شاملیدو د هغوی د غوښتنې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

«سيويرودونيڅک اوس د روسیې په ولکه کې دی»

د بريتانيا د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ د تويتر له لارې ويلي دي چې روسي ځواکونو د سيويرودونيڅک ښار کنترول په خپل لاس کې اخيستی دی.

په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې د اوکراين د وسله والو ځواک غړيو او څو سوه ملکيانو د ښار د ازوت کيمياوي فابريکې په تهکاويو کې پناه اخيستې ده. زياته شوې ده چې روسیې په دغه فابريکه کې پر ميشتو اوکرايني عسکرو غږ کړی وو چې د چهار شنبې تر سهار وختې دې خپلې وسلې کښیږدي.

د روسیې د ملي دفاع اداري د مرکز مشر ميخايل ميزينستيف، انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چې روسیې پر اوکرايني پوځيانو غږ کړی دی چې «خپل بې معنا مقاومت ودروي او خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.» هغه زياته کړې ملکيانو ته به يوه بشري دهليز څخه د تیريدو اجازه ورکړل شي.

اوکراين وايي چې دمګړۍ د عسکرو ترڅنګ د ازوت په فابريکه کې تر ۵۰۰ ډېر ملکيان هم بند دي چېري چې اوکرايني عسکرو له اوونيو راهيسې د روسیې بمبارۍ او بریدونه پر شا وتمبول چې د سيويرودونیڅک ښار یې سخت ويجاړ کړی دی.

زيلنسکي: د دونباس د نښتو پايله به ډېره مهمه وي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي وويل چې د دونباس سيمې څخه دفاع «ډېره مهمه» ده ځکه چې د دې نښتو پايلې به وښیي چې په راتلونکو اونیو کې به د «جګړې مخکښ څوک وي.»

زيلنسکي د تليګرام له لارې په خپله ورځنۍ وينا کې وويل: «په دونباس کې پاتيدل ډېر مهم دي.»

روسي پوځونو په دې وروستیو کې په دونباس سيمه کې ډېر پرمختګ کړی دی او د لوهانسک زياتره سيمه یې په کنترول کې ده، په ځانګړي توګه په سيويرودونيڅک کې سخته جګړه روانه ده.

په دې منځ کې اروپايي ټولنه غواړي چې له اسرائيلو سره د انرژۍ په برخه کې همکاري ډېره کړي څو پر روسیې انحصار راکم کړي. دا خبره د اروپايي ټولنې د کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین په بيت القمدس کې د اسرائيل له لومړي وزير نفتالي بينيت سره په يوه ګډه خبري مطبوعاتي غونډه وکړه.

هغې وويل چې اروپايي ټولنه د «روسیې د انرژۍ ستره او مهمه پيردونکي» وه خو جګړې دغه اتحاديه اړ کړه چې د روسیې له فوسيلي تېلو صرف نظر وکړي.

ب. ص/ ح. خ (AFP, AP, dpa, Reuters)