نامتو شاعرې حمیرا نکهت دستگیرزاده د نړۍ څخه سترگي پټي کړې
۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعهد هغې یوې نژدې خپلي، نسرین کلالی حسینی دویچه ویلی ته وویل چی حمیرا نن د جمعې د ورځي په سهار د شاوخوا ۶۰ کلونو په عُمر سره وفات سوه. دغه نامتو شاعره د خپل ژوند په وروستیو کلونو کي د وینی له سرطان څخه ځوریدله.
حمیرانکهت دستگیرزاده د ۱۳۳۹ م کال د ثور په میاشت کی په کابل کي زیږیدلې وه. خپلی زده کړي یې د کابل د زرغونې انا په لیسه کي پای ته رسولي وې او وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کي شامله سوه. هغې د ادبیاتو په برخه کی خپله دوکتورا په بلغاریا کي د صوفیې له پوهنتون څخه ترلاسه کړې وه.
له میرمن دستگیر زاده څخه دوه اولادونه یوه لور او یو زوی پاته سول.
د هغې څخه د شعرونو ډيري مجموعي پاته سوې.نسرین کلالی حسینی وایی چی د هغې د شعرونو یو دیوان په هرات ولایت کي ترچاپ لاندي دی. میرمن دستگیرزاده نه یوازي دا چی شاعره وه بلکی د ښځو د حقوقي مسایلو کارپوهه هم وه.