ناقلينوته دکورونو جوړولو سياست، اسراييل د انزوا سره مخامخ کوي
۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبهده په فلسطيني لويديز اردن او عربي بيت المقدس کښي د اسراييلو د کورونو جوړول دسياست خاتمه وغوښتله . خو د بنيامين نيتانياهو حکومت بيا هم د فلسطين په خاوره کښي کورونه جوړوي ،مځکي ضبطوي ،او په ځان پوري يې مښلوي .
ددې دپاره چه امريکايان آرام سي ، نو د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو په غربي اردن کښي يو څو بند سوي سړکان بيرته خلاص کړل،او يو څو په اصطلاح غير قانوني خارجي پوستې يې د ناقلينو د کورونو د مخ څخه ليري کړلې ، خو د حکومت په اجازه او خبرتيا د ناقلينو تعداد ورځ په ورځ ډيريږي .
په1967 کال کښي يې لويديز اردن او شرقي بيت المقدس اشغال کړل ،او هلته اوس 500000اسراييلي ناقلين ژوند کوي .
بنيامين نيتانياهود اردن لويديز چه دی يې يُودا او سماترا بولي ،يهودي کي . او د ښه نيت په صورت کښي به هلته فلسطينانو ته ددوهمي طبقې په حيث د اوسيدو اجازه ورکي .
که څه هم ده يوه مياشت مخکښي ظاهرأد فلسطيني دولت د جوړيدو څخه خبري وکړلې،خو دده اصلي هدف يعني د لوی اسراييل حاکميت چه د مديترانې څخه تر اردن پوري به وي ، پاتيږي .
په همدغه مفکوره سره بنيامين نيتانياهو غواړي امريکا ته زيګنال ورکي ،چه دی په شرقي بيت امقدس کښي د کورونو دجوړولو په موضوع کښي ډير جدي پاتيږي . بنيامين نيتانياهو وويل چه يهودان بايد دا حق ولري په بيت المقدس کښي هر ځای ژوند وکي او کورونه جوړ کي .
بنيامين نيتانياهو لږه موده مخکښي داسي دليل راوړۍ،چه دا داسي معنی لري،چه سړی يهودانو ته د لندن،نيويارک ،پاريس يا روم په يوه معين ځای کښي اجازه ورنکي ،چه ژوند وکي ،چه دا نو يوه نړيواله غوغا ده .
داسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو د لويديز اردن څخه د ناقلينو د ايستلو غوښتنه د يهودانو سره تعصب وښوۍ .
مګر څوک چه تاريخ اوسني حالت ته راکشوي ،نو هغه بايد تعجب ونکي ،چه که خپل ډير نژدې متحدين د لاسه ورکي .
د نيتانياهو محبوبيت په دې نژدې وختو کښي د جرمني دخارجه وزير فرانک والټر سټاين ماير سره په خبرو کښي ډير راکښته سو .او کله چه ددوی تر منځ د ناقلينو دسياست په باب خبره راغلل ،نو نيتانياهود آلماني ميلمه په مقابل کي وويل ،چه د يُودا او سماترا څخه نبايد يهودان ووزي ،او پدې وسيله سره يې د جرمني دخارجه وزير خوله وربنده کړل .
بنيامين نيتانياهو پدې ډول د جرمني پر خارجه وزير باندي په غير مستقيم ډول دا تور ولګوۍ ، چه د ناقلينو دپاره د کورونو جوړولو غوښتنه يې د نازي آلمان دغوښتني سره سمه ده .
که بنيامين نيتانياهو په همدې شکل خپل حکومت دارۍ ته ادامه ورکي ،نو خپل ډير ښه دوستان به د لاسه ورکي ،او خپل هيواد به د انزوا سره مخامخ کي .
ددغه انکشاف يوه علامه په هغو خبرو کښي ده چه د جرمني دپارلمان د خارجي چارو د کميټې رييس روپ ريش پولينس وکړلې . د جرمني د عيسوي ديموکراټ د ګوند دغه سياستمدار اسراييلو ته خبرداری ورکۍ ،چه که په فلسطيني خاوره کښي خپل د کورونو جوړولو سياست ته ادامه ورکي ،نو به قدم په قدم د يوه دموکراتيک دولت څخه ليري سي ،او له منځه به ولاړ سي .
پولينس حق په جانب دی،ځکه چه نيتانياهو خپل آخري چانس د لاسه ورکوي .
اِنګل بريشت/
کتونکی : محمد قاسم نوري