1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروې: پر مسجد بريدګر په ۲۱کاله بند محکوم سو

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

ناروېږی فيليپ مانس هاوس پر يوه مسجد باندي په بريد او د خپلي ميريزۍ خور د قتل په تور مجرم بلل سوی. دغه ۲۲ کلن ځوان د دې پرځای چي د خپلو دغو اعمالو په اړه پښيماني وښيي، وويل چي «هيله ئې لرله چي ډير تاوان ئې رسولی وای».

https://p.dw.com/p/3ddkw
Norwegen Oslo | Prozess mutmaßlicher Täter Angriff auf Al-Noor-Moschee
انځور: Reuters/L. Karagiannopoulos

د ناروې يوې محکمې د پنجشنبې په ورځ دغه ځوان د خپلي ميريزۍ خور د قتل او په اسلو کي پر يوه مسجد باندي د بريد په تور مجرم وباله او په ۲۱کاله «محافظتي بند» ئې محکوم کړ. دا د ناروې په قوانینو کي تر ټولو اوږد بند دی. په ناروې کي محافظتي بند داسي حبس دی چي هدف ئې تر ډيره د دی پرځای چي مجازات وي، له نورو جرمونو څخه مخنيوی دی.

څارنوال يوهان اووربرګ وويل چي دا په اثبات رسيدلې ده چي دغه ۲۲کلن «يو ډير خطرناک شخص دی».

مانس هاوس د تيرکال د اګست مياشتي پر ۱۰مه په اسلو کي پر «النور اسلامي مرکز مسجد» باندي په ترهګر عمل باندي تورن سوی وو. پر هغه باندي دوهم تور دا وو چي پر مسجد باندي تر بريد لږ مخکي ئې خپله ميريزۍ خور يوهانا اهله هانسن، پخپل پلرني کور کي په مرميو ويشتلې او وژلې وه.

پوليسو ويلي دي چي دغه سړي د توکمپالني له مخي خپله ميريزه خور قتل کړې ده. اهله هانسن په دوه کلنۍ کي يوې ښځي پخپل لورتوب منلې وه چي وروسته بيا د مانس هاوس پلار له دغي ښځي سره واده وکړ.

مانس هاوس پر دې سربيره چي د دغو دواړو پيښو فاکتورونه ئې تائيد کړي دي، خو ويلي ئې دي چي ترهګر بريد او قتل نه مني.

د کرونا په سبب رامنځته سوو محدوديتونو له کبله خبريالانو د دغي محاکمې جريان د ويډيويي کنفرانس له لاري کاته.

پښيماني؟ نه!

مانس هاوس د پنجشنبې ورځ په محکمه کي قاضۍ انيکا ليندستورم ته وويل چي دی «د بيړني عدالت» په حال کي وو. دغه اصطلاح په ناروې کي يوه دفاعي وضعيت ته ويل کيږي چي په هغه کي يو څوک بې له جرمه بله هیڅ چاره و نه لري، ځکه نو بايد مجازات نه سي.

دغه ځوان د محاکمې پرمهال ويلي دي چي دغه اعمال ئې «د ځان د دفاع» په خاطر ول او پرې پښېمانه نه دی.

د دغه ځوان د محاکمې پرمهال ۳۰ کسانو شاهدي ورکړ. د هغه پلار او میرې چي وژل سوې نجلۍ ئې په لور قبوله کړې وه هم شاهدي ورکړې.

پيښه څرنګه وه؟

د تيرکال د اګست مياشتي پر ۱۰مه نېټه مانس هاوس له يوه ښکاري او يوه ساچمه يي توپک سره په اسلو کي د النور اسلامي مرکز مسجد ته ننوت. خو په مسجد کي دوه کسان پر هغه باندي غالب سول او توپک ئې تر واخيستل. د پاکستان د هوايي ځواک يوه متقاعد افسر پر بريدګر حمله وکړه او هغه ئې راچپه کړ او وسله ئې ترې واخيستله.

 

هغه اعتراف کړی دی چي د دې يرغل الهام ئې په نيوزيلند کي پر مسجد باندي له بريد څخه اخيستی وو. په ۲۰۱۹م کال کي د نيوزيلند په کرايست چرچ کي استراليايي برنتون تارانت پر دوو مسجدونو باندي په يرغل کي ۵۱ کسان ووژل.

مانس هاوس ويلي دي چي «کاشکي ئې دا بريد ښه سنجولی وای» او زياته کړې ئې ده چي «په دې وياړي چي د مبارزې فرصت ئې لاره».

د ناروې پوليس دې پايلي ته رسېدلي دي چي دغه سړی په دې يرغل کي يوازي وو او نور څوک ورسره ملګري نه ول.

nz/bs (dpa, Lusa)

زموږ له آرشيف څخه: