ناتو روسيې ته د ځواکونو پياوړې کونې گواښ کوي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبهاعلان
د ناتو وياند څرگنده کړې، زورزياتي حالات کړکېچن کړي او د گرجستان ارضي تماميت ته زيان رسوي.
د گرجستان د بهرنيو چارو وزير په بروکسل کې د خپلو ليدنو کتنو په ترځ کې دا گواښ کړی، چې هغه هېواد به نړيوال تجارتي بازار WTO ته د روسيې د ورتگ مخه نيسي.
نوموړي وزير گواښ وکړ، که چېرته روسيه له گرجستان څخه بېلو شوو سيمو سره پر خپلو تجارتي اړيکو باندې له سره غور ونه کوي، نو د نړيوال تجارتي بازار په لور به يو گام هم پر مخ ولاړه نه شي.