1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م: تيرکال په نړۍ کي د مهاجرو شمیر خپل اوج ته رسېدلی

۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبه

تراوسه پوري په نړۍ کي دومره ډیر خلک نه ول مهاجر سوي لکه په تیرکال کي یې چې مهاجرت کړی دی. له دغو مهاجرو دوه پر دریمه برخه د افغانستان په گډون له پنځو بحراني هیوادونو څخه دي.

https://p.dw.com/p/3dy6l
Symbolbild Kongo Flüchtlinge
انځور: Reuters/J. Akena

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ د «ګلوبل تریند» په نامه خپورسوي رپوټ کي راغلي دي چي شاوخوا ۷۹،۵ میلیونه انسانان په ۲۰۱۹م کال له خپلو هيوادونو څخه وتلي دي. په دې ډول نو په تیرو لسو کلونو کي د مهاجرو شمیر تقریباً دوه براره سوی دی.

د احصائیو له مخي دوه پر دریمه برخه دغه مهاجر له پنځو هیوادونو، سوریې، وینزویلا، افغانستان، جنوبي سوډان او میانمار څخه دي او هغه هم په داسي حال کي چي په بحران ځپلو عربي هیوادونو کي چي د هغو شمیر شاوخوا ۶،۶ میلیونه ته رسیږي، دغه رقم په ښکاره ډول تر ټولو لوړ دی. په خاص ډول هلته هم لکه د نړۍ د نورو هیوادونو په شان د داخلي کډوالو شمیر ډیر سوی دی. دغه رقم په نړیواله سطحه د ۴ میلیونو په زياتيدو سره ۴۵ میلیونه ته لوړ سوی دی.

یو بل دلیل چي ولي د ۲۰۱۸م کال په پرتله په نړۍ کي د کډوالو شمیر ۹ میلیونه ډیر سوی، د داخلي کډوالو ترڅنګ د وینزویلا حالت هم دی. که څه هم په دغه هیواد کي ډیر کسان د مهاجرو او یا هم پناه غوښتونکو په نامه نه دي ثبت، خو بیا هم عاجل ملاتړ او مرستي ته اړتیا لري.

Libyen Tripolis Migranten auf Floß im Mittelmeer
انځور: picture-alliance/AP/Libyan Coast Guard

د دغو شمیرو له مخي په آلمان او اروپا کي حالت ډیر لږ بدل سوی. په نړیواله سطحه له دغو مهاجر څخه یوازي ۱۰ سلنه یې په دغه لویه وچه کي ژوند کوي. آلمان اوس هم د مهاجرو د منلو په برخه کي پنځم لوی هیواد دی. دا چي هلته تقریباً ۸۳ زره کسان ولي زیات سوي، تر ټولو دمخه هغه پناه غوښتونکي دي چي پخوا لا په آلمان کي اوسیدل او یایې هم د پناه غوښتني دعریضو کار اوس خلاص سوی دی.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې په نظر ددغه ډول نړیوال حالت ښه کیدل نه تر سترګو کیږي. که د نوییمو کلونو په ډول هر کال شاوخوا ۱،۵ میلیونه مهاجر بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه سوي وای نو په تیرکال کي به د هغوی شمیر څه ناڅه ۳۹۰ زرو ته راکښته سوی وای.

په ملګرو ملتونو کي د مهاجرو کمیسار فلیپو ګراندي په خبره، نه یوازي دا چي په اوس وخت کي ډیر کسان مهاجرتونو ته مجبوریږي، بلکي دغه مهاجرتونه نور یوه مؤقتي پدیده هم نه ده. اوس نو د ټولو هغو کسانو په وړاندي چي مهاجر کیږي، یوه نوي اساسي او مثبت دریځ ته اړتیا لیدل ده.