مېرکل له گاونډي هېواد پولينډ څخه کتنه کوي
۱۳۸۵ اسفند ۲۵, جمعهاعلان
په دې لړ کې د هغو آلمانانو غوښتنې راځي چې يو څو لسيزې وړاندې له پولينډ څخه شړل شوي وو او همدارنگه د آلمان او روسيې تر منځ پلان شوې د تېلو نلليکه. مېرکل همداراز غواړي چې د اروپايي ټولنې د اساسي قانون د مسودې دپاره اعلان وکړي. پولينډ دغه مسوده په همدې بڼه تر اوسه پورې نه مني. د خبرو اترو يوه بله موضوع د امریکايانو هغه پلانونه دي چې غواړي د توغنديو يو دفاعي سيستم رامنځته کړي چې يوه برخه يې د پولينډ په خاوره کې هم لگول کېږي.