1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د ایران شرطونه غیر واقعبینانه بللي دي

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

په خلیج کې کړکيچ څرنګه لږيدای شي؟ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې دغه یوه مهمه موضوع ده. د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ د منځګړتوب هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/3QDxJ
Generaldebatte der UN-Vollversammlung Treffen Merkel Hassan Ruhani
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د خلیج د کړکیچ په هکله لومړی د متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ او بیا د یران له ولسمشر حسن روحاني سره خبري کړي دي.

مېرکل په پای کې د ترمپ او روحاني تر منځ د مستیقمو خبرو اترو غوښتنه کړې ده. هغې ویلي دي که چیرې دغسې یوه ناسته په نیویارک کې ترسره شي نو هرکلی به یې وکړي.

خو د آلمان صدراعظمه د ایران دا غوښتنه چې د دغسې خبرو اترو له پاره د یوه مخکني شرط په توګه پر ایران باندې ټول بندیزونه لیرې شي غیر واقعبینانه ګڼلي. هغې ویلې دي چې «یقینا دغه څه به کار ور نه کړي.»

د ایران ولسمشر حسن روحاني، اساساً په نړیوال اتومي تړون کې چې متحده ایالات ترې وتلي دي کوچنیو بدلونو ته چمتووالی ښوولی دی، خو یوازې په دې شرط چې متحده ایالات پر ایران باندې بندیزونه لیري کړي.

مکرون غواړي اتومي تړون وژغوري

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، هم د ترینګلتیا د راکمولو په هڅه کې دی. د آلمان د صدراعظمې په څیر هغه هم غواړي چې د خلیج په سیمه کې هرومرو د پوځي ترینګلتیا مخه ونیسي. مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله وینا کې له ایران او متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې بیرته د خبرو اترو میز ته کښیني. د ماکرون په خبره «د سیمي د امنیت او ثبات» په خاطر خبرو اترو ته عاجله اړتیا ده. مکرون په خپلو څرګندونو کې وویل چې د دې له پاره د متحده ایالاتو او ایران سربیره سیمه ایز قدرتونه او له ایران سره د شوي اتومي تړون نور باقې پاتي لاسلیکونکي هم په کې ونډه واخلي.

UN-Generalversammlung in New York | Emmanuel Macron, Präsident Frankreich
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهالانځور: Reuters/L. Jackson

د سپتمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د سعودي عربستان د تیلو پر دوو تصفیه خانو باندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو وروسته د متحده ایالاتو او ایران تر منځ ترینګلتیا لاپسې زور اخیستی دی. د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ عمومۍ اسامبلۍ ته د وینا پر مهال د ایران پر مشرتابه باندې د تشدد د سخت زیاتیدو تور پورې کړی.

هغه په خپله وینا کې وویل: «تر هغه وخته چې ایران خپل ګواښونکي چلن ته ادامه ورکړي، بندیزونه به لیرې نه شي، هغه به نور هم سخت کړی شي.» ترمپ په خپله وینا کې پر نورو هیوادونو هم غږ وکړ چې د تهران پر وړاندې خپل دریځ سخت کړي.

د متحده ایالاتو حکومت پر سعودي عربستان باندې د شوو بریدونو تور پر ایران لګوي. آلمان، فرانسې او بریتانیې هم د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه بیانه کې د دغه برید تور پر ایران پورې کړ. په دغه بیانیه کې راغلي وو: «دا موږ ته روښانه ده چې د دغه برید مسوولیت د ایران پر غاړه دی. د دې له پاره د باور وړ بل کوم وضاحت ته اړتیا نه شته.»

خو ایران په دغه برید کې خپله هر ډول ښکیلتیا ردوي. د تهران له ملاتړ څخه برخمن د یمن شیعه حوثي یاغیانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د چهارشنبې په ورځ روحاني وینا کوي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په دوهمه ورځ (چهارشنبه د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۲۵مه) د ایران ولسمشر حسن روحاني وینا کوي. هغه ویلي دي چې د خلیج سیمې له پاره د سولې یو پلان وړاندې کول غواړي.

د امریکا متحده ایالاتو له لوري په یوه اړخیز ډول له ایران سره د شوي اتومي تړون څخه تر وتلو او پر تهران د سوداګریزو او اقتصادي بندیزونو لګولو وروسته وار په وار په خلیج سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې.

qu/kle (dpa, afp, rtr)