مېرمنې وپېژنئ چي د هيوادونو د قدرت واګي يې په لاس کي دي ـ انځورونه
په نړۍ کي د ملګرو ملتونو ۱۹۵ غړيتوب لرونکي هيوادونه دي. په اکثريت دغو هيوادونو کي د حکومتونو او دولتونو مشران نارينه دي. کم شمېر هغه مېرمني چي په خپلو هيوادونو کي پر واک دي، دلته يې وپېژنئ:
سانا مارین
څلوردېرش کلنه سانا مارين لږ وخت مخکي د فنلند هيواد د سوشل دیموکراتيک ګوند مشره وټاکله سوه. هغې د دسمبر مياشتي په لسمه نېټه د لومړۍ وزيرې په توگه له پاره لوړه او په نړۍ کي تر ټولو کم عمر لرونکې صدراعظمه سوه.
جیسنډا آرډرن
جيسنډا آرډرن د ۲۰۱۷ کال راهيسي د نيوزيلند هيواد لومړۍ وزيره ده. هغې د ۳۷ کالو په عمر د دغه هيواد د څلوېښتمې لومړۍ وزيرې وظيفه په غاړه واخيسته او دويمه لومړۍ وزيره ده چي د خپلې دورې پر وخت يې ماشوم وزېږېد. له هغې مخکي د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بهټو د لومړي وزارت پر وخت مور سوې وه.
جینین انیز
د لاطین امریکا د بولیویا هيواد د کيڼ اړخه سياستوال ايوو موريلس د ولسمشرۍ څخه تر ليري کېدنې وروسته ۵۲ کلنه مېرمنه جينين انيز ولسمشره سوه. هغې تر مخه د سنا رياست په غاړه لره او د ښي اړخ سياستواله ده.
سوفي ويلمز
د بيلجيم پخوانۍ د خزانې وزيره سوفي ويلمز د روان کال د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د دغه هيواد لومړۍ وزيره سوه. هغه لومړۍ مېرمنه ده چي په دغه هيواد کي صدراعظمه کيږي. دغه ۴۴ کلنه مېرمنه فرانسوي ژبې ده او د منځلاري ايم آر ګوند سياستواله ده.
سوزانا چاپوتووا
د سلواکيې ولس د ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کي سوزانا چاپوتووا د هيواد ولسمشره وټاکله. هغه لومړۍ مېرمنه ده چي په دغه هيواد کي د ولسمشرۍ چوکۍ ته رسيږي. د ولسمشرۍ له پاره د لوړي پر وخت د هغې عمر ۴۵ کاله ؤ. په دې توګه نو هغه د سلواکیې د تاريخ تر ټولو کم عمر لرونکې د ولسمشرۍ په چوکۍ کښېنستونکې شخصيت هم ده.
انگیلا میرکل
آغلې آنګيلا ميرکل د ۲۰۰۵ کال راهيسي په آلمان کي لومړۍ وزيره ده. د لومړۍ دورې له پاره د لوړي کولو پر وخت د هغې عمر ۵۱ کاله ؤ. نوموړې لومړۍ مېرمنه ده چي په آلمان کي صدراعظمۍ ته ورسېده. د هغې روانه څلورمه د لومړي وزارت دوره ده چي د هغې وروستۍ دوره به وي. دا ځکه چي نوموړې وايي د پنځم ځل ټاکنو له پاره به ځان کانديده نه کړي. روانه دوره يې په ۲۰۲۱ کال پای ته رسيږي.
ساحلې ورک زوډې
۶۹ کاله ساحلې ورک زوډې چي پخوانۍ سفيره ده، د ايتوپيا هيواد د پارلمان له لوري د دغه هيواد ولسمشره وټاکل سوه. په ايتوپيا کي ولسمشر زيات اختيارات نه لري بلکه دغه چوکۍ تر زياتي اندازې تشريفاتي وي. ورک زوډې لومړۍ مېرمنه ده چي په دغه هيواد کي دې چوکۍ ته رسيږي. هغې تر مخه په ملګرو ملتونو کي لوړي دندې لرلي دي.
سائي انگ وین
آغلې سائي انګ وين د ۲۰۱۶ کال په می مياشت کي د تايوان هيواد لومړۍ ولسمشره سوه. هغه غواړي چي په ۲۰۲۰ کال بيا په ټاکنو کي برخه واخلي. نوموړې د تايوان هيواد د دیموکراتيک پرمختګ ګوند مشره هم ده. هغې د چين په هکله سخته پاليسي خپله کړې ده.
ایرنا سولبرگ
د ناروې په هيواد کي هم يوه مېرمنه صدراعظمه ده. ايرنا سولبرګ د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کي د دغه هيواد لومړۍ وزيره سوه. دغه مېرمنه وايي چي د بريتانيې د پخوانۍ لومړۍ وزيري مارګرېټ تيچر مينه واله ده. ايرنا سولبرګ ته د «وسپنيزي ايرنا» خطاب هم کيږي لکه څنګه چي تيچر ته د «وسپنيزي مېرمنې» خطاب کېده. سولبرګ د ناروې دويمه ښځينه صدراعظمه ده او د محافظه پال ګوند سره تړاو لري.
سارا کونگونگیلا اما ډیلا
۵۲ کلنه سارا گونگونگيلا اما ډېلا د نمیبيا هيواد څلورمه لومړۍ وزيره ده. هغه په ۲۰۱۵ کال کې پر دغه څوکۍ کيناسته. نوموړې په پيغلتوب ګاونډي هيواد سيراليون ته مهاجره سوې وه. هغې هېواد ته تر سنيدو د مخه په امريکا کي په اقتصاد کي خپلي لوړي زده کړې بشپړه کړې. نوموړې لومړۍ مېرمنه ده چي په خپل هيواد کي دغې چوکۍ ته رسيږي.
شیخ حسینه
۷۲ کلنه شيخ حسينه د اوږدې مودې راهيسي په بنګه دېش هيواد کي صدراعظمه ده. نوموړې د دغه هيواد د مؤسس شيخ مجيب الرحمن لور ده. د فوربز مجلې د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري اړونده ګڼو کي هغې د نړۍ د سلو تر ټولو اغېزمنو ښځو په ليسټ کي قرار لرلی.
کولينډا ګرابار کيټارووچ
۵۱ کلنه کولينډا ګرابار کيټارووچ د کرويشيا هيواد ولسمشره ده. دغې چوکۍ ته تر رسېدو مخکي هغې زياتي حکومتي دندي لرلي دي او د خپل هيواد سفيره هم اوسېدلې ده. په ۲۰۱۵ کال هغې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او د خپل هيواد په تاريخ کي تر ټولو کم عمر لرونکې ولسمشره سوه.