میران شاه: چاودنۍ درې تنه پاکستاني سرتیري وژلي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبهاعلان
د پاکستان د دولتي مقاماتو په وینا تیره ورځ ناوخته په شمالي وزیرستان کې د لیرې څخه د کنترولیدونکي د یوه په چاودنه کې درې تنه سرتیري وژل شوي دي. د چارواکو په وینا دغه بم یو پوځي کتار په نښه کړ چې د میرعلي څخه د میران شاه پر لور روان وو.
د پاکستان د پوځ یوه امنیتي چارواکي په پیښور کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې درې سرتیري وژل شوي او نور درې تنه ټپیان دي. د هغه په وینا پر دې سربیره درې موټرې هم په بشپړه توگه له منځه تللي دي. یوه بل امنیتي چارواکي هم د پیښې پخلی کړی دئ.