مولن: د پاکستان سره بايد اړيکي ښې وي
۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبهداسي ويل کيږي چي د پاکستان استخباراتي اداره ISI د پاکستان او افغانستان پولي ته څيرمه په قبايلي سيمو کي د طالبانو سره اړيکي لري.
تر دي وړاندي مايک مولن افغانستان ته په سفر تللي وو. هغه خبريالانو ته ويلي وو چي د پاکستان د لوي درستيز جنرال اشفاق کياني سره به دا موضوع راپورته کړي.
مولن د امريکا او پاکستان د حقاني د شبکي خلاف ګډه جګړه ستايله وه، خو دا اړيکي وروسته تر هغه خړي پړي سوې چي د ISI سره د طالب جنگياليو اړيکي په ګوته سوې. د حقاني ډله د کرښي د هغه غاړي د ناټو پر ځواکونو حملي کوي.
هغه خبريالانو ته زياته کړي چي « د حقاني شبکه اوس په سختو ورځو شپو کي راګير ده.» ، « موږه اوس هم د پاکستاني پوځ په مرسته سره شريک کار کوو، خو د ISI اړيکي د حقاني شبکي سره دغه کړکيچ را مخه ته کړی.»
د حقاني شبکه د القاعدې ملاتړي ډله ده چي د پخواني قومندان جلاالدين حقاني لخوا پر مخ بيول کيږي، او د پاکستان د قبايلي سيمي جنوبي وزيرستان څخه خپل فعاليتونه کوي. دغه ډله په افغانستان کي په خونړيو پيښو کي په لاس لرلو تورنه ده.
په ۲۰۰۹ م کال کي د خوست په ولايت کي د امريکايانو په يوه مرکز کي يو ځانمرګي بريد سوی وو چي په نتيجه کي يي دCIA ۷ تنه کار کوونکي ووژل سول، ددغه بريد پړه هم دده پر شبکي ور اچول کيږي.
د افغانستان په ختيځ کي د ايتلافي ځواکونو قومندان تورن جنرال جون کيمپبل خبريالانو ته ويلي چي د مولن په سفر کي به کوښښ وسي چي د پاکستان سره په ګډه د حقاني د شبکي د راپرځولو لپاره کار وسي.
هغه زياته کړه « چي د سرحد دواړه غاړي ته عمليات سوي خو په دي خبره يې اعتراف وکړ « چي زه نه پوهيږم چي هغوی په کومه کچه د ISI سره اړيکي لري.
د جنوري په مياشت کي د CIA د يو اجير مامور لخوا د ۲ پاکستاني ملکي وګړو په وژنه ، د استخباراتي شبکو د معلوماتو د نه شريکولو او د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو په اړه اړيکي خړپړي سوي وې.
مولن په افغانستان کي د سيلرنو د پوځي اډي څخه د کتني په وخت ويلي چي طالبان د تيرو لسو کلونو په جګړه کي پياوړي سوي او په راتلونکي فصل کي به جګړه سخته وي. هغه خبريالانو ته ويلي « چي سږکا موږ سخت کال په مخکي لرو.» « زه په دې باره کي د امريکا د خلکو سره واضح دريځ لرم. تيرکال چي موږ څومر څرګند ضايعات لرل، شايد دا کال يي هم ولرو.»
د يوې خپلواکي ويب پاڼي iCasualties.org په حواله امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۰ م کال کي ۴۹۹ عسکر د لاسه ورکړي وو.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل