مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
کابل ته د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان د ځانګړي استازي سفر
د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتسل، د چهارشنبې په ورځ مخکې تر دې چې په کابل کې له فعالو میرمنو سره وويني وویل چې د سولې په بهیر کې باید په د تیر وخت لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پوتسل د سولې په بهیر کې د مرستې له پاره کابل ته تللی دی. پوتسل ویلي دي چې اوس په دغه هیواد کې د زورزیاتیو پای ته رسولو ښه فرصت دی.
د سعودي پر هوایي ډګر د حوثي یاغیانو په راکیټي برید کې ۲۶ تنه ټپیان شوي
په یمن کې شعیه حوثي یاغیانو د دوی په خبره د سعودي عربستان په سويل لویدیځ کې پر یوه هوایي ډګر توغندیز برید کړی دی. سعودي عربستان بیا په دې برید کې د ۲۶ تنو ملکیانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. د »آبها« نړیوال هوایي ډګر د یمن او سعودي عربستان د سرحد په ۱۲۰ کیلومترې کې موقعیت لري. په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف، د ایران له خوا د ملاتړ کیدونکو شعیه حوثي یاغیانو پر وړاندې جنګیږي.
په هانګ کانګ کې د شخړیز قانون پر ضد لاریون په تاوریخوالي اوښتی دی
په هانګ کانګ کې چين ته د زندانیانو د انتقال په هکله د شخړیز قانون پر ضد اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي دي. پولیسو پر هغو مظاهره کونکو د مرچو سپرې استعمال کړی دی چې غوښتل یي د پارلمان په ودانۍ کې د چين ځانګړې اداري ساحې ته ورننوځي. مخکې تر دې د دغې قانوني مسودې په اړه د هانګکانګ د پارلمان دویمه غونډه ځنډول شوې وه.
د کرملین منتقد الکسي ناولني یو وار بیا نیول شوی دی
په مسکو کې د داسې یوې مظاهرې په جریان کې چې د ترسره کیدو رسمي اجازه یې نه وه ورکړل شوې، د کرملين منتقد الکسي ناولني، نیول شوی دی. دا خبر د هغه ویاند په تویتر کې تائید کړی دی. د روسیي د مدني حقونو فعالانو په حواله د روسیي د څيړنیز ژورنالیست ایوان ګلونوف په ملاتړ مظاهرو په جریان کې لږ تر لږه ۹۰ تنه مظاهره کونکي نیول شوي دي. ګلونوف مخکې تر دې له اجازې پرته هم د مظاهرو کولو ګواښ کړی وو.
بریتانیي له امریکا څخه د اسانچ د انتقال په اړه رسمي عریضه ترلاسه کړې
امریکا متحده ایالاتو په رسمي ډول بریتانیي ته د جولیان اسانچ د انتقالولو عریضه وړاندې کړې ده. امریکا متحده ایالاتو پر اسانچ تور لګولی دی چې د خپلې افشاګرې انترنت پاڼې له طریقه یي په عراق او افغانستان کې د امریکا د ماموريت په ارتباط د محرمو پوځي معلوماتو په خپرولو کې مرسته کړې ده. اسانچ په مجموع کې په ۱۸ مواردو تورن دی. که پر نوموړي لګیدلي ټول تورونه ثابت شي نو د ۱۷۵ کالن بند سزا یي ګواښي.