مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
ایران غواړي له هایکو ماس سره یوازې د اتومي تړون پر سر خبرې وکړي
ایران ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، تر سفر درې ورځې مخکې ایراني چارواکو په ډاګه کړې وه چې یوازي په ویانا کې د ایران د اتومي پروګرام په هکله رامنځ ته شوي تړون په هکله خبرې کول غواړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي، ویلي دي چي له دې پرته نور موضوعات مهم نه دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د بلاستیک توغندیو او د ایران د سیمه ایزو فعالیتونو په هکله د خبرو وړاندیز کړی دی.
د سوریې په جګړو کې د تاوتریخوالي څخه د ملګرو ملتونو اندیښنه
د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د ملکي وګړو د بیړني وضعیت په هکله شکایت کړی دی. نایت رشیدي په ژنیو کې ویلي دي چې ادلیب کې درې میلیونه انسانان د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې له تاوتریخوالِ څخه خونديتوب ته اړتیا لري. هغي ویلي دي که چیرې تاوتریخوالی و نه دریږي، نو د یوه بشري ناورین ګواښ شته.
تریزا مې د ګوند له مشرۍ څخه استعفا وکړه
د بریتانیې لومړۍ وزیره تریزا مې خپل ګوند ته د یوه لیک په لیکلو سره کابو درې کاله وروسته د محافظه ګوند له مشرۍ لاس پر سر شوه. په دې سره د هغې د ځای ناستې د ټاکل کیدو له پاره هم زمینه برابره شوه. د څو اړخیزې پروسې ګټونکی کس باید د جولای میاشتې تر پایه پورې مشخص شي چې بیا به وروسته د بریتانیې د دود له مخې د دغه هیواد لومړی وزیر هم شي. تر هغې پورې به تریزا مې خپله دنده پر مخ وړي.
د الجزایر سرپرست ولسمشر د ټول هیواد په کچه د ډیالوګ غږ کړی
په الجزایر کې د جولای میاشتي په سر کې د پلان شوو ولسشمریزو ټاکنو تر ځنډیدو وروسته سرپرست ولسمشر عبدالقادر بن صلاح، د خپل هیواد خلک یوه »ډیالوګ« ته رابللي دي. بن صلاح په یوه تلویزوني وینا کې ویلي دي چې په الجزایر کې سیاسي او مدني ټولنې باید پراخه ډیالوګ تر سره کړي، څو «څومره ژره چې امکان» ولري ټاکنې تر سره شي.
په سویډن کې چاودنې په دوو ودانیو کې ۲۵ تنه ټپیان کړي
د سویډن په سویلي ښار لینکوپینګ کې د چارواکو په وینا د جمعې په ورځ د هستوګنې په ودانیو کې چاودنې ۲۵ کسان سرسري ټپیان کړي دي. د پيښې علت لا معلوم نه دی. دغه ځای د ستوکهلم سویل ته په ۱۷۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري. زیاته شوې ده چې چاودنې د اپارتمانونو ډیر شمیر کورونو ښيښې ماتې او بالکونه یې ویجاړ کړي دي. یوه ودانۍ پنځه پوړیزه او بله یې څلور پوړیزه وه.