مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په دایکندي کې د سړک د غړې ماین شپږ تنه وژلي
د ځایي افغان چارواکو په وینا په دایکندي ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې شپږ ملکیان وژل شوي دي. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دایکندي ولایت مقام پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې په ناوه مش ولسوالۍ کې د جمعې په سهار وختي رامنځ ته شوې دغه پيښه کې نور پنځه کسان ټپیان شوي هم دي.
امریکا پر چینیايي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې
امریکا متحده ایالاتو له چین څخه پر واردیدونکو محصولاتو باندې ګمرکي تعرفې ډیرې لوړې کړي دي. له جمعې ورځې څخه د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکو باندې تعرفې له لس سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړې شوې. په پيکینګ کې د سوداګرۍ وزارت د متحده ایالاتو د دغې پریکړې وروسته د «اړینو ګامونو اخیستو» خبره کړې ده، خو په دې هکله یې هیڅ ډول جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د آلمان او ایران تر منځ په سوداګرۍ کې د پام وړ کموالی راغلی
د آلمان او ایران تر منځ په سودګراۍ کې بې ساری کمی راغلی دی. د آلمان د سوداګرۍ او صنایع خونې د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله له آلمان څخه ایران ته د صادراتو کچه ۵۲ سلنه راټیته شوې دې. همداشان له ایران څخه د وارداتو کچه ۴۲،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
مرستندویه سازمانونه: د داخلي بې ځایه شوو کسانو شمیر بې ساری لوړ شوی
د نړۍ په کچه د کړکیچونو او زور زیاتیو له کبله د داخلي بې ځایه شوو کسانو شمیر ۴۱،۳ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی. دغه رپوټ د مهاجرو نارویجي شورا د داخلي بې ځایه شوو کسانو د څارنې مرکز (آی ډي ام سي) ورکړی دی. د دغه مرکز په وینا یوازې په تیر میلادي کال کې د ټولې نړۍ په کچه ۲۸ میلیونه کسان د خپلو هیوادونو دننه بې ځایه شوي دي.
«په مذاکراتو کې چټک پرمختګ ته اړتیا ده»
د افغانستان د سولې د چارو له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې «چټک پرمختګ» ته اړتیا ده. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د زلمي خلیلزاد له قوله لیکلي دي چې په قطر کې د تر سره شویو مذاکراتو په ترڅ کې «باثباته خو ورو پرمختګ شوی». خلیلزاد په خبره دغه پرمختګ په داسې حال کې «چې جګړه په شدت روانه ده او بې ګناه خلک مري» کافي نه دی.