مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په نوي زیلنډ کې پر مسجد د برید په پایله کې ۴۹ تنه وژل شوي
په نوي زیلنډ کې په یوه ترهګریز برید کې لږ تر لږه ۴۹ تنه وژل شوي او شا او خوا ۵۰ تنه ټپیان شوي دي. یوه برید کوونکي د کرایسټ چرچ په ښار کې پر دوو مسجدونو باندې د جمعې د لمانځه پر مهال یرغل وکړ او پر خلکو یي ډزې وکړې. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې ظاهرا برید کوونکی یو ۲۸ کلن آسترالیایي دی. هغه د ورځې په پای کې له نورو څلورو شکمنو کسانو سره ښايي نیول شوی وي.
د کابل او واشنګټن تر منځ د سولې د خبرو اترو په تړاو ناندرۍ
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو وروستۍ خبرې اترې د واشنګټن او کابل تر منځ د ناندریو سبب ګرځیدلي دي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې سختې نیوکي کړي دي: «موږ نه پوهیږو چې څه روان دي. هغه ډول شفافیت نه شته، چې باید موږ یي ولرو.» خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي محب وربللی او په دې تړاو یي د هغه انتقاد یي رد کړ
رپوټ: شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر سر د خبرو اترو د قطع کیدو ګواښ کړی
دوه اوونۍ تر مخه کیم جونګ اون او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ تر منځ په ویتنام کې د سرمشریزي د ناکامۍ وروسته د رسنیو د رپوټونو له مخې د شمالي کوریا مشرتابه د خپل اتومي پروګرام په تړاو خبرې اترې تر پوښتنې لاندې راوستي دي. د روسیې د خبري آژانس تاس د معلوماتو له مخې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې چوی سن هويي وايي، په پام کې نه لري چې د متحده ایالاتو غوښتنو ته په ګونډو شي.
تر سلو زیاتو هیوادونو کې د اقلیم ساتنې له پاره مظاهرې
تر سلو زیاتو هیوادونو کې د ښوونځیو شاګردان د اقلیم د ساتنې له پاره مظاهرې کوي. دغه کسان د «فرايډی فور فیوچر» یا د جمعې ورځ د راتلونکې له پاره تر شعار لاندې د ځمکې د کرې د تودوخي پر وړاندې د ګامونو اخیستلو غوښتنه کوي. د نن ورځې مارشونه له نوي زیلنډ څخه پیل شول چې د ښوونځیو زرونو زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه. په ټوله نړۍ کې ۱۷۰۰ احتجاجونه او د ښوونځیو د شاګردانو اعتصابونه اعلان شوي.
د سوریایي مهاجرو له پاره د کابو اووه میلیارده ډالرو ژمنه
په بروکسل کې د سوریې د کورنۍ جګړې مهاجرو له پاره د بسپنو راټولولو په کنفرانس کې مرسته کوونکو هیوادونو کابو د اووه میلیارده یورو ژمنه وکړه. خو دغه مرستې له هغې کمې دي چې ملګرو ملتونو د سوریه دننه او همداشان د سوریې په ګاونډیو هیوادونو کې د میلیونونو سوریایي مهاجرو د پالنې له پاره ورته اړتیا ده. ملګرو ملتونو د ۷،۸ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.