مهم خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو په کندوز کې برمته شوي مسافر وژلي
اسوشیتد پریس د افغان چارواکو په حواله ویلي چې طالبانو څه موده مخکې په کندز کې له یوه بس موټر څخه د نیول شویو ۸ کسانو له ډلې څخه ۵ تنه وژلي دي. د کندز د ولایتي شورا مشر یوسف ایوبي د دوشنبه په ورځ وویل چې د وژل شویو جسدونه تیره ورځ د کندز ښار روغتون ته راوړل شوي. دا پنځه تنه وژل شوي د هغو اته مسافرو څخه وو چې د روانې میاشتې په سر کې په چهار دره ولسوالۍ کې له یوه بس موټر څخه کښته کړل شوي ول.
مرستندویه ټولنو د مهاجرو په تړاو د اروپایي اتحادیې پر وړاندیز نیوکې کړي
د بشري حقونو او مرستندویه ټولنو د دریم ګړي هیواد سره د «مهاجرو په برخه کې د ګډې همکارې» د اروپايي ټولنې د کمیسیون پر وړاندیز سختې نیوکې وکړې. . په بون کې د ۱۰۴ غیر دولتي سازمانونو له خوا په جاري کړل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د بشري حقونو د ساتنې مکلفیت او مسئولیت د اروپا پر پولو نه ختمیږي.اروپايي ټولنه غواړي د افریقايي هیوادونو سره هم د ترکیې د تړون په څير د مهاجرو د بیرته منلو تړونونه لاسلیک کړي.
په لبنان کې ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله اړولې
د لبنان په ختیځ کې څو ځانمرګو برید ګرو ځانونه الوزولي دي. د رسمي معلوماتو پر اساس په دې ترڅ کې په القاع نومې کلي کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. زیاته شوې چې ګڼ شمیر انسانان ټپيان شوي هم دي. د القاع سیمه د سوریې سرحد سره په یو څو کیلومترۍ کې پرته ده. دغلته د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د لبنان حزب الله ډله د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په پلوۍ جنګیږي. لبنان د سوریې ډیر شمیر مهاجرو ته پنا ورکړې.
د اسرائيلو او ترکیې ترمنځ د پخلاینې تړون لاسلیک شوی
د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ تر لانجمو خبرو اترو وروسته د پخلاینې یو تړون لاس لیک شوی. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په روم کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره د خبرو پر وخت وویل چې دغه توافق به یې د هیواد پر اقتصاد ډیر زیات اغیز ولري. د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې له هغې وروسته ترنګلې شوې وې چې په ۲۰۱۰م کال کې اسرائیلو په غزه تراړه کې یوه کښتې کې لس ترکي فعالانو وژلي ول.
د برېتانیې د ماليې وزیر وايي په بازارونو کې به تر یو وخته ګډوډي موجوده وي
د برېتانیا د مالېې وزیر جیورج اوسبورن د حکومت پر هغه عزم ټينګار کړې چې د اروپایي ټولنې څخه د برېتانیې د وتلو په اړه د رای ګیرۍ وروسته به د مالي سیاست ثبات تضمینوي. نوموړي وویل خو البته اوږده موده به په بازارونو کې ګډوډي موجوده وي. ده زیاته کړه چې د هیواد اقتصاد یې شته ننګونو ته د ځواب ویلو توان لري. ده وویل په لومړي سر کې به هیڅ هم تغیر نه کوي.