مهم خبرونه په متن او انځور کې
په روسیه کې ۷۵ کاله دمخه د آلمان د یرغل یادون وشو
په روسیه او د پخواني شوروي اتحاد په نورو جمهوریتونو کې ۷۵ کاله تر مخه د نازي آلمان د یرغل یادون وکړ. د روسیې په پارلمان کې استازو د یوې دقیقې د چپتیا په غوره کولو سره د دویمې نړیوالې جګړې د قربانیانو یادونه وکړه. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره په شریکه د دویمې نړیوالې جګړې د وخت د جنګي بندیانو د برخه لیک د روښانه کولو په موخه پر یوه ګډه پروژه توافق وکړ.
اروپایي ټولنه د پانګه اچونې له لارې اروپا ته د مهاجرت مخه نیول غواړي
اروپایي ټولنه غواړي د ملیاردو یورو د پانګه اچونې په مرسته د اروپا پر لور د مهاجرو د راتګ مخه ونیسي. د اروپا پانګه اچونې بانک په دې موخه وړاندیز کړې چې د اروپايي ټولنې څخه د باندې ترسره کیدونکو پروژو سره به د هغه دوه چنده زیاتې مالي مرسته وکړي، چې تر اوسه يې په نظر کې نیولی وه. د دې بانک مشروویل چې اضافي ۶ ملیارد یورو به په پنځوو کالو کې د مهاجرت د علتونو د له منځه وړولو په برخه کې مرسته وکړي.
شمالي کوریا یو ځلي بیا د منځني واټن توغندي آزمویلي
د جنوبي کوریا د معلوماتو له مخې شمالي کوریا د دوو توغندیو آزموینه کړې. په سیول کې د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې د لومړي راکټ د توغولو یو څو ساعته وروسته دویم توغندی هم د هیواد د ختیځ ساحل څخه وتوغول شو. د جنوبي کوریا د پوځ په حواله دا ښايي د منځني واټن د «موسودان» راکټونه وي چې آزمویل شوي. د امریکا متحده ایالاتو پوځ هم دغه معلومات تائید کړي..
د آلمان پوځ به په لیبیا کې د وسلو د قاچاق مخه نیسی
د آلمان پوځ به په راتلونکي کې د لیبیا په ساحل کې نه یوازې د انساني قاچاق کونکو پر ضد مبارزه کوي بلکې د وسلې د قاچاق مخه هم باید ونیسي. کابینې پریکړه وکړه چې د اروپایي ټولنې د «سوفیا» په نامه ماموریت کې د آلمان پوځ د ګډون له پاره به اړوند ماموریت پراخ کړل شي. د ملګرو ملتونو د وسلې د تجارت د بندیز نظارت به د دې مخه ونیسي چې په دغه هیواد کې د «اسلامي دولت» په څیر ترهګرې ډلې وسلې تر لاسه نه کړي.
الشباب د سومالیا د استخباراتو مشر وژلی
د رسنیو په حواله د سومالیا الشباب ترهګرو ملیشو د دغه هیواد د استخباراتو د مشر د وژلو پړه منلې ده. عبدالولي ابراهیم محمد په جوهر ښار کې د خپلو ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یو مهم تن بلل کیده. د سومالیا پوځ د جاسوسانو او د خپلو د متحدینو په مرسته دغې ډلې ته په دې وروستیو کې سخته ضربه رسولې وه. الشباب د سومالیا ډیرې برخې نیولي او ځان د القاعدې شبکې یوه څانګه ګڼي.