مهم خبرونه په متن او انځور کې
م.م: په نړۍ کې د مهاجرو شمیر لوړ حد ته رسیدلی
جنګونو او تعقیب په ټوله نړۍ کې تر بل هر وخت زیات انسانان د خپلو ټاټوبو پریښودو ته اړ کړي دي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو له پاره عالي کمیسارۍ «یو این ایچ سي آر» په خپل نوي رپوټ کې ویلي دي چې په لومړي ځل په ۲۰۱۵م کال کې تر «۶۰ میلیونو کچه» لوړه شوې ده. معنی دا چې په ۲۰۱۵ کال کې د رپوټ په حواله ۶۵،۳ میلیونه انسانان خپلو ټاټوبو پریښودو ته اړ شوي دي.
افغانستان کې امنیتي پیښو ۲۲ تنه وژلي دي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د دوشنبې په ورځ د کابل جلال آباد پر سړک يوه پلي سړي د يوه امنيتي شرکت پر موټر باندي ځانمرگی بريد کړی چې لږ تر لږه ۱۴ انسانان پکښې وژل شوي دي. د کورنیو چارو د وزارت په حواله په دې مني بس موټر کې د نیپال امنیتي ساتونکي سپاره ول. په عین حال کې د شمالي ولایت بدخشان په یوه بازار کې د یوه بمي برید له امله لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او نور ډير ټپيان دي.
مکسیکو: د ښوونکو د اعتصاب پر مهال ۶ تنه وژل شوي
په مکسیکو کې د پولیسو او د هغو ښوونکو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۶ انسانان وژل شوي چې په اعتصاب یې لاس پورې کړې دی. لکه څرنګه چې چارواکو وویل په اوزاکا ایالت کې د اخ و ډب په ترڅ کې شا او خوا ۱۰۰ تنه ټپيان هم دي. زیاته شوې ده چې هغه وخت ډزې وشوې چې پولیسو غوښتل د اسونشیون نوشیتلان سیمه کې پر سړک اچول شوي خنډونه لیرې کړي. دا روښانه نه ده چې فیرونه چا کړي دي.
چین د اندونیزیا له خوا پر ډزو سخت غبرګون ښوولی
چین، د چین په جنوبي سمندرګي کې د نوی پیښې په اړه سخت غبرګون ښوولی. پیکنګ کې د بهرنیو چارو یوه ویاند وویل چې د چین ولسي جمهوریت دغه تر «حده زیات زور زیاتی» غندي. یوې اندونیزیايي جنګي بیړۍ د چینايي کب نیونکو پر یوې کښتۍ ډزې کړې وې. زیاته شوې چې یو تن کب نیونکی ټپي شوی او نور ۷ تنه د اندونیزیا له خوا نیول شوي دي. خو د اندونیزیا سمندري ځواکونو ویلي چې دوی د کب نیونکو «د خبرداري په موخه ډزې» کړي وې.
د اورلنډو د پیښې د قربانیانو یاد غونډه
د امریکا په اورلنډو کې پر یوه نڅا کلب د خونړي برید یوه اوونۍ وروسته په دې ښار کې په زرونه انسانان د یادون په یوه غونډه کې د ګډون په موخه سره راټول شوي ول. د ډيرو ګډونوالو سره د امریکا او د همجنسبازانو د غورځنګ بیرغونه ول. د یوې دقیقې د چوپتیا په غوره کولو سره دغو انسانانو د کلب د قربانیانو یادون وکړ. پر دغه کلب افغان الاصله امریکايي عمر متین د برید په نتیجه کې ۴۹ انسانان وژل شوي ول.