مهم خبرونه په متن او انځور کې
«وسله والو طالبانو په سرپل کې د یوه ماشوم په ګډون ۷ تنه وژلي»
د آلمان د خبري آژانس «ډي پی ای» په حواله وسله والو طالبانو په شمال لویدیځ ولایت سرپل کې ۷ کسان وژلي دي. د سرپل د ولایت مقام ویاند ذبیح الله امیري وویل چې په وژل شویو کې یو ماشوم او د سنچارک ولسوالۍ د استخباراتو مشر او د هغه مرستیال هم شامل دي. وسله والو طالبانو دغه کسانو ته د سهار د لمانځه څخه د راستنیدو پر وخت کمین نیولی او په ډزو یې وژلي دي. طالبانو د تویتر له لارې د برید پړه منلې ده.
اردوغان یو ځل بیا پر آلمان سختې نیوکې وکړې
د آلمان د پارلمان له خوا د نسل وژنې په اړه د پریکړه لیک تر تصویب وروسته د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځلي بیا د آلمان په اړه تنده لهجه خپله کړې. نوموړي په استانبول کې وویل چې آلمان به هغه وروستی هیواد وي چې په ترکیه کې«په اصطلاح د نسل وژنې» په اړه رای ګیري کوي. اردوغان د شنبې په ورځ هم د آلمان د پارلمان له خوا د آرمنیانو وژنه د نسل وژنې په توګه د درجه بندي کولو له امله سختې نیوکې کړې وې
د عراق پوځ په فلوجه کې ډله ییز قبر موندلی
عراقي ځواکونو په فلوجه ښار کې یو ډله ییز قبر موندلی دی. د پولیسو یوه لوړ پوړي مشر د مړو شمیر تر ۴۰۰ اټکل کړی. زیاته شوې چې زیاتره جسدونه د عراقي عسکرو دي خو ځیني ملکي کسان هم پکښې شته. تر اوسه د لاسته راوړل شویو معلوماتو په حواله زیاتره قربانیان په سر کې ویشتل شوي. د پولیسو د دغه مشر د اټکل له مخې دغه کسان د افراطي ډلې «اسلامي دولت» له خوا ښايي تقریباً یو نیم کال مخکې وژل شوي وي.
په اوکراین کې یو شکمن فرانسوی برید ګر نیول شوی
په اوکراین کې هغه فرانسوی نیول شوی چې ښايي په فرانسه کې یې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام په سیالیو کې د ۱۵ بریدونو پلان درلود. د اوکراین د څارګرې ادارې له خوا ویل شوي چې دغه سړي ۱۲۵ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي «ټي این ټي» له ځان سره لرل. زیاته شوې چې شکمن تن د فرانسې د حکومت د «مهاجرو ته په فرانسه کې د پنا ورکولو، د اسلام د خپرولو او د ګلوبلاییزیشن یا نړیوال کیدو» سیاست دردوي.
د آلمان رئیس جمهور به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید نه کړي
د آلمان رئیس جمهور یوآخم ګاوک به په راتلونکي کال کې له دندې څخه ګوښه شي. نوموړي ۷۶ کلن نن، دوشنبه په برلین کې اعلان وکړ چې دی به په ۲۰۱۷م کال کې د خپل زیات عمر له کبله د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پاره ځان کاندید نه کړي. ګاوک وویل د پنځوو کالو د یوې نوې دورې له پاره دی هغه انرژي په ځان نه شي فرضولی چې دی یې د درلودو ضمانت نه شي کولای. په آلمان کې سړی یوازې د دوو دورو له پاره ځان کاندیدولای شي.