مهم خبرونه په متن او انځور کې
په لسونو پاکستاني کډوال له یونان څخه ایستل شوي
۷۰ تنه په خټه پاکستاني کډوال نن، چهارشنبه په یوه ځانګړي پرواز کې د یونان له پلازمینې اتن څخه اسلام آباد ته ورسول شول. یوه یوناني خبري آژانس د پولیسو په حواله خبر ورکړې چې دغه کډوالو په اروپايي ټولنه کې د پنا هیڅ حق نه لاره. د اتن د پولیسو له خوا ویل شوي چې د ۲۰۱۴ م کال له جون میاشتې راهیسې ۶۵۰۰ هغه کډوال چې د پنا حق یې نه درلود بیرته خپلو هیوادونو ته انتقال شوي.
په جنوبي سوډان کې د الوتکې سقوط ډیر انسانان وژلي
په جنوبي سوډان کې د یوې بار وړونکې الوتکې د سقوط په نتیجه کې د سیمه ییزو رسنیو په حواله په الوتکه کې او پر ځمکه تر ۴۰ زيات انسانان وژل شوي. د نا تائيد شویو رپوټونو په حواله په پیښه کې درې تنه ژوندي پاتې دي. د روسيې جوړ دغه الوتکه هوا ته تر پورته کیدو لږ وروسته د جوبا په نړیوال هوايي ډګر کې سقوط کړی دی. د چارواکو په حواله الوتکې د بره نیل د بلوخ سیمې ته پرواز کاو.
مصر : څانمرګي برید ۴ تنه پولیس وژلي
د سینا پر ټاپو وزمه د یوه موټر بم برید په نتیجه کې ۴ مصري پولیس او درې ولسي وګړي وژل شوي دي. په قاهره کې د دولتي تلویزیون له خوا رپوټ ورکړل شوې چې سربیره پر دې د شمالي ایالت په مرکزي ښار العریش کې هم د یوې چاودنې له امله ۱۰ تنه سخت ټپیان شوي دي. افراطي ډلې «اسلامي دولت» د ځانمرګي برید پړه منلې ده. د مصر ولسمشر عبدالفتاح الیسیسي د افراطي اسلامپالو له خوا د یوه جدي ګواښ څخه خبره وکړه.
د رومانیا صدراعظم د دندې څخه د ګوښه کیدو اعلان کړی
د رومانیا لومړي وزیر ویکتور پونتا په حیرانونکي توګه د تلویزیون له لارې د خپلې استعفی اعلان وکړ. نوموړي د دې دلیل هغه پراخې مظاهرې وښوولې چې د شپې په یوه کلب کې د اور لګیدنې تر پیښې وروسته ترسره شوې. پونتا وویل چې د «خلکو غصه پر حق ده» او سړی یې له پام نه شي غورځولې. دغه سوسیال دیموکرات له اوږدې مودې راهیسې په سیاسي توګه له ناکامۍ سره مخ دی. د فساد د تورونو له امله د نوموړي محاکمه هم روانه ده.
ښايي د استرلیا څخه په ملیونو ډالر د«اسلامي دولت» ډلې پلویانو ته رسیدلي وي
د استرلیا د مالي چارو د څار ادارې موندلې چې په تیر یوه کال کې ۵۳ ميلیونه استرلیايي ډالر له هیواده دباندي په شکمنه توګه انتقال شوي. دغه ادارې د چهار شنبې په ورځ وویل چې د دغو پیسو لویه برخه ښايي په عراق او سوریه کې د وسله والو لاسو ته لویدلي وي. زیاته شوې چې ۲۰۱۴م کال د جولايي او د ۲۰۱۵م کال د جون ترمنځ ۵۳۶ شکمنې لیږدوني ترسره شوي چې په دې کې د ۱۱ ميلیونو نغدو استرلیايي ډالرو انتقال هم شامل دی.
روسيي او امریکا په سوریه کې ګډ پوځي تمرین کړې
روسیې او امریکا متحدو ایالتونو د سوريې په حریم کې د هوايي بریدونو پر وخت د پيلوټان ترمنځ د تماس ټينګولو یوه کامیابه آزموینه کړې. دغه خبر د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند او د روسيې د یوه جنرال له خوا تائید شوی. زیاته شوې چې سربیره پر دې روسېه او اسرائیل هم یو بل ته د سوريې د هوايي حریم په اړه معلومات ورکوي. له یوې میاشتې راهیسې د روسيې هوايي ځواک په سوریه کې هدفونه په نخښه کوي.
په فلپین کې د تښتول شویو خارجیانو د آزادولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې
په فلپين کې د څو تنو خارجي اتباعو تر تښتونې يوه میاشت وروسته اوس افراطي اسلامپالو احتمالاً د پیسو غوښتنه کړې. د «سایټ» امریکايي ټولنې چې د ترهګرو د فعالتیونو څارنه کوي، ویلي دي چې د «ابو سیاف» په نامه اسلامي یاغي ډلې د ۴ یرغمل شویو په بدل کې د ۱ ميلیارډ فلپيني پیسو چې ۱۹،۵ ميلیونه یورو کیږي، غوښتنه کړې. له برمته شویو څخه یې دوه کاناډايي، یو نارويږی او یوه فلپینۍ ده.