مهم خبرونه په انځور او متن کې
په المان کي د کډوالو د سرپناوو پرضد حملې دوه برابره سوي دي
په جرمني کي د مهاجرو د سرپناوو پرضد درج سوي حملې د یوې رسنۍ د رپوټ پر اساس د کال په دریمه ربع کي ددوهمي ربعي په نسبت د ۱۳۶ څخه ۲۷۴ ته زیاتي سوي دي. یوې المانۍ ورځپاڼي « زاربریوکه» رپوټ ورکړی دی ، چي سختي حملې لکه سرپناوو ته اور اچول ، دچاودونکو موادو ورغورځول او د پناه غوښتونکو وهل ټکول حتی درې برابره سوي دي. په همدې حال کي د مهاجرینو پر ضد د نوونازیانو په مظاهرو کي گډون هم ډیر سوی دی.
امريکا غواړي په عراق او لبنان کي د سوريايی مهاجرو دقبلیدودثبت مرکزونه جوړکړي
د امريکا متحده ايالات غواړي په عراق او لبنان کي د سوريايی کډوالو دقبلیدلو دثبت مرکزونه جوړکړي. لکه څنگه چي خبري آژانس رویټرس د امریکا حکومتي منابعو پر اساس رپوټ ورکړی دی ، په دې ډول سره به د امريکا متحده ايالاتو ته د قبلولو او یا ردولو پروسه چټکه او پراخه سي . په اوس وخت کي د امريکا متحده ايالات د سوریايی مهاجرینو له پاره دغه ډول مرکزونه یوازي په استانبول او عمان کي لري.
په مصر کي د لویدلي روسۍ الوتکي د توربکس ارزیابي د یوه ترهگري برید گمان ډیرکړی دی
په مصر کي د روسۍ لویدلي مسافر وړونکي طیارې د توربکس تر ارزیابی وروسته د فرانسوي رسنیو د معلوماتو پراساس د یوه ترهگری برید گمان ډیر سوی دی. فرانس ۲ ټلویزوني چینل رپوټ ورکړی دی، چي د توربکس د برسۍ څخه معلومیږي ،چي د طیاري تر پرواز لږ وروسته د چاودونو ږغونه اوریدل کیږي . فرانس پرس خبري آژانس د یوې مستعاري سرچینې پر اساس ویلي دي ، چي توربکس دطیارې یودفعه اي لویدل تايید کړي دي.
د چین او تایوان دولتي مشرانو د لمړي ځل له پاره په مستقیم ډول سره خبري وکړې
د ۱۹۴۹ م کال دداخلي جنگ تر ختمیدو وروسته د اول وار له پاره د چین او تایوان دولتي مشرانو په مستقیم ډول سره خبري وکړې. په سنگاپور کي د جمهوررييس شي جین پینگ او ما یېنگ جیو تر منځ دغه تاریخي لیدنه کتنه د لاس په ورکولو او ستړې مسي سره شروع سوه .د هرکلي پر وخت شي جین پینگ وویل چي «موږ یوه کورنی »یو. سړی باید یو دبل ارزښتونو او د ژوندانه طرز ته متقابل احترام سره ولري.
مکسيکو دکيوبا سره د کډوالو په هکله توافق ته رسېدلی دی
مکسيکو ته په خپل لومړني رسمي سفر کي د کيوبا جمهوررییس راول کاسترو له خپل سيال، انريکه پېنا سره د کډوالو په هکله توافق ته رسېدلی دی. د مکسيکو رئيس جمهور د يوکاتان آيالت په مېريدا ښار کي وويل چي دوی غواړي چې د منظم او ډاډمن مهاجرت تضمين وکړي. په دې وروستيووختونو کې په زياتېدونکي کچه کيوبايانو کوښښ کړی و چې د مکسيکو له لارې د امريکا متحده آيالاتو ته ورسيږي.
د لوفتهانزا دهوايي شرکت له اعتصاب څخه ۵۸۰۰۰ مسافرين اغېزمن دي
د آلمان د هوايي شرکت لوفتهانزا اعتصاب د شنبې په ورځ هم دوام لري. د فرانکفورت ام ماين او دوسلدورف په ښارونو کي د طيارو عمله اعتصابونه تر سره کوي چي تر شپې به دوام ولري. د لوفتهانزا هوايي شرکت په خبره به تقريبا ۵۸۰۰۰ مسافرين له دغو اعتصابونو څخه اغېزمن سي. د ۱۹۰۰۰ کارکوونکو او هوايي پرسونل د معاشونو په هکله له دوو کلونو راهيسې خبرې اترې روانې دي.
دې میزې د سوريايی مهاجرینو د شرایطو د سختیدو خبره بیرته اخیستې ده
د المان دکورنیو چارو وزیر توماس دې میزې خپله هغه خبره بیرته اخیستې ده ، چي پر اساس به یې د سوريايی مهاجرینو د قبلیدلو مقررات سختیږي. هغه وویل ، چي په دغه نکته کي لا توضیحاتو ته ضرورت سته، ځکه نو هغه داډول پاتیږي ، لکه څنگه چي تر اوسه پوري وه . دې میزې ددې مخکي په حیراونکي ډول سره ویلي ول،چي سوريايی مهاجرین فقط د یوه محدود وخت له پاره پاته کیدلای سي او نسي کولای خپلی کورنی راوغواړي.