مهم خبرونه له متن او انځور سره
په کابل کي پر ښوونيز مرکز ځانمرګي بريد ۲۵ انسانان ووژل
د افغانستان د پلازمېني کابل په دشت برچي سيمه کي پر يو ښوونيز مرکز باندي د ځانمرګي بريد په نتيجه کي ۲۵ انسانان وژل سوي دی. د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش، ويلي دي چي په دغه پېښه کي لږ تر لږه ۳۵ نور انسانان ژوبل سوي هم دي. د هغه په وينا په دغه بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر امکان لري چي نور هم زيات سي.
د آلمان د تذکرې په اسنادو کي دريم جنس اضافه کيږي
د آلمان حکومت د نارينه او ښځې تر څنګ د دريم جنسيت اړونده قانوني مسوده ومنله. د دغه قانون د رامنځ ته کېدو وروسته به هغه انسانان چي نه ځان نارينه او نه ښځه بولي، دا امکان ولري چي د هويت په اسنادو کي د «نور» يا «بل» تر عنوان لاندي د دريم جنسيت درج کړي. تر اوسه پوري په اړونده اداره کي صرف د دې امکان وو چي د زېږدني په اسنادو کي د جنسيت ذکر ونه سي، يعني ونه ليکل سي چي نر يا ښځه.
غزې ته د اسرائيل پوله بېرته پرانستل سوه
اسرائيل پسله پنځو اونيو څخه د غزې سره خپله يوازنۍ سرحدي لاره د توکو د ترانسپورت پر مخ بېرته پرانستله. په دې ترڅ کي د کريم شالوم پر سرحدي پاټک باندي د چهارشنبې په سهار د لارۍ موټرو يو کاروان تېر سو. په دغو لويو موټرو باندي د نورو توکو تر څنګ د سون مواد هم بار ول. اسرائيل ياده سرحدي لاره د فلسطينيانو سره د شخړي په ترڅ کي د خوراکي توکو او درملو علاوه د زيات شمېر نورو توکو پر مخ تړلې وه.
په جنسي تېري تورن بودايي مشر له دندې لاس پر سر سو
د چين هيواد د بودايي ديني مشرانو څخه يو ډېر لوړی پوړی راهب ابت شوې چينګ، له خپلې دندې لاس پر سر سوی دی. په پيکينګ کي د ديني چارو اړونده ادارې ويلي چي د بودايي اتحاديې له مشرتابه څخه يې د ياد مشر راهب استعفأ منلې ده. پر دغه ۵۱ کلن راهب تور دی چي لږ تر لږه څلور ښځينه راهباني يې جنسي فعلونو ته مجبوره کړي وې. دغه راهب استعفأ کړې خو ورباندي لګېدلي تورونه نه مني.
ترکيې پر امريکايي موټرو او الکهولي مشروباتو ګمرکي تعرفې جګي کړې
د ترکيې هيواد د امريکايي مصنوعاتو په وړاندي جزايي ګمرکي تعرفې ولګولې. په دې توګه پر امريکايي موټرو باندي ګمرکي تعرفې ۱۲۰ سلنې ته، پر الکهولي مشروباتو باندي ګمرکي تعرفې ۱۴۰ سلنې او پر دُخانياتو باندي ۶۰ سلني ته جګي کړل سوي دي. د دې تر څنګ به د آرايش په سامان، وريژو او سکرو هم تعرفې جګي سي.