مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
خوست کې چاودنې یو تن وژلی
د یوه افغان چارواکي په وینا په خوست ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې باندې د موټر برید شوی چې یو تن یې وژلی او نور لس تنه یې ټپیان کړي دي. پیښه په صبریو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.اسوشیتد پرس خبري آژانس د صبرۍ ولسوالۍ ولسوال محمد اکبر ځدراڼ، له قوله لیکلي دي چې د جمعې په ورځ سهار وختي پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د یوې لارۍ موټر چلوونکي، د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د پوځي پوستې مخې ته انفجار ورکړ.
دوه پاکستاني سرتیرې د یاغیانو په برید کې وژل شوي
د پاکستان پوځ ویلي دي چې لږ تر لږه دوه امنیتي ځواکونه په خیبر قبایلي سیمه کې د یاغیانو په برید کې وژل شوي دي. پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې څخه یاغیانو دغه برید تر سره کړی دی. د برید پړه د جماعت الاحرار، په نوم د پاکستاني طالبانو یوې ډلې پر غاړه اخیستی دی. اسلام آباد او کابل پر یو بل باندې یاغیانو ته د پټنځایونو د ورکولو تور پورې کوي.
میرکل او ترمپ سره ویني
د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل نن د جمعې په ورځ د امریکا متحدو ایالاتو له نوي ولسمشر دونالد ترمپ سره په لومړي ځل لیدنه کوي. په پام کې ده چې دواړه مشران به د ترانز انتلانتیک مشارکت او نړیوالو کړکیچونو په هکله خبرې اترې وکړي. پر دې سربیره اقتصادي سیاست هم د اجندا مهمه موضوع جوړوي. له انگلا مېرکل سره په دغه سفر کې د یو شمیر شرکتونو مشران هم ملتیا کوي.
په سوریه کې پر مسجد برید درنه مرگ ژوبله اړولې
د فعالینو د وینا له مخې په سوریه کې پر یوه جومات باندې د هوایی برید په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي او نور ډیر شمیر ټپیان دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې زیاتره قربانیان ملکي کسان دي. ویل شوي دي چې د حلب په لویدیځ کې جومات د لمانځه پر مهال بمبار شوی دی. خو د متحدو ایالاتو هوایي ځواکونه دغه معلومات ردوي او وایي چې جومات ته څیرمه ودانۍ به نخښه کړی شوې ده.
د جي ۲۰ د مالیې وزیران په بادن باده کې ملاقات کوي
د آلمان په بادن بادن، کې نن د جمعې په ورځ د G20 هیوادونو د مالیې وزیران او د مرکزي بانکونو مشران سره راټولیږي. کابو دوه میاشتې تر مخه د امریکا متحدو ایالاتو په توگه د ولسمشر ترمپ د کاري دورې تر پیلیدو وروسته آزاده سوداگري د دغې غونډې مهمه موضوع ده. د غونډې ګډونوال هیله لري چې د ترمپ د دقیقو پلانونو په هکله د متحدو ایالاتو د مالیې وزیر ستیون منوچن څخه معلومات تر لاسه کړي.
اسرائیلو هوايي الوتکو په سوریه کې هدفونه ویشتلي
د اسرائیلي هوايي ځواکونو له لوري په سوریه کې د یو شمیر هدفونو د ویشتلو رپوټونه ورکړل شوي دي. د اسرائیل د پوځ ویاند ویلي دي چې د هغې په غبرگون کې سوریې پر اسرائیلو د څو توغندیو بریدونه کړي دي. خو د ویاند په وینا اسرائيلي ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی. د سوریې د پوځ مشرتابه خبر ورکړی دی چې یوه اسرائيلي الوتکه یې راغورځولې ده او بله بیا لگیدلي ده. خو اسرائیل بیا دغه ادعا ناسمه بولي او ردوي یې.