مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په تهران کې د ۱۵ پوړیزې ودانۍ رالویدو ۳۰ تنه وژلي
د ایران د یوه دولتي تلویزون د رپوټ له مخې په پلازمېنه تهران کې د یوې ودانۍ د رانړیدو له کبله چې اور یې اخیستی وو د اطفایې ۳۰ تنه عملې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د رپوټ له مخې د ودانۍ د رانړیدو پر مهال د اطفایې عملې د دغه ودانۍ په دننه کې د اور د خاموشه کولو هڅه کوله. دغه ۱۵ پوړیزه ودانۍ په ۱۹۶۰مه لسیزه کې جوړه شوې ده. پر نورو سربیره یو مارکیټ او د کالي جوړلو فابریکې هم تر ودانۍ لاندې شوي دي.
په ایټالیا کې یو هوټل تر واورو لاندې شوی دی
د ایټالیا په هغه ځای کې چیرې چې زلزلې پکښې رامنځ ته کیږي یو هوټل تر برف کوچ لاندی شوی او یو شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ژغورنې ډلې یوه ویاند ځایي رسنیو ته ویلي دي چې ډیر شمیر کسانو ته مرگ ژوبلې اوښتې ده. رسنیو د ژغورنې عملې له قوله رپوټ ورکړی دی چې تر اوسه له ورانیو څخه د یوه تن جسد راایستل شوی دی.
لامرت د برلین له پیښې څخه د پایلې اخیستو له پاره غږ کړی
د آلمان د پارلمان یا بوندستاگ مشر نوربېرت لامرت په برلین کې د یوه ترهگریز برید یوه میاشت وروسته د دولت له لوري د رښتني قضاوت پربنسټ ولاړ او پریکړن غبرگون له پاره غږ کړی دی. د مسیحي دیموکرات گوند نوموړي سیاستوال په پارلمان کې د یادون په یوه غونډه کې ویلي دي چې د پیژندل شوو خطر رامنځ ته کوونکو برید کونکو ته په کتو سره دا اړینه ده چې په آلمان کې د امنتیي مهندسۍ په هکله له سر فکر وشي.
آلمان ته د مهاجرو د کورنیو د غړو په راتلو کې ډیروالی
د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې آلمان ته د مهاجرو د کورنیو غړو، لکه میړه او ښځه او یا ماشومانو په راوستلو کې په تیر میلادي کال کې پنځوس سلنه ډیروالی راغلی دی. «دي وېلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړی دی چې په ۲۰۱۶م کال کې د کورنیو د غړو د رابللو له پاره ۱۰۵ زره ویزې ورکړل شوي دي چې زیاتره برخه یې د منل شوو کډوالو ده. په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمیر ۷۰ زره ویزو ته رسیده.
پوتین له مېرکل او اولاند سره تلیفوني خبري کړي دي
د اوکراین د سولې په خبرو اترو کې د تحرک رامنځ ته کولو له پاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بیلابیلو سطحو د خبرو اترو د ترسره کیدو اعلان کړی دی. د کرملین مشر د آلمان له صدراعظمې انگلا مېرکل او د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د تلیفوني خبرو اترو وروسته ویلي دي چې د آلمان، فرانسې، اوکراین او روسیې په گډون د خبرو اترو پر بیلابیلو غونډو باندې توافق شوی دی. خو هغه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
هند کې ترافیکي پیښې ۱۲ ماشومان وژلي (آرشیف انځور)
د هند په شمال کې په یوه ترافیکي پیښه کې د ښوونځي لږ تر لږه دولس زده کوونکي او د بس موټر چلونکی وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په پيښه کې نور ۲۴ کسان ټپیان دي، چې د ۱۳ تنو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی. د اترا پردیش د پولیسو یوه چارواکي دلجیت سنگهـ دغه پيښه تائید کړې ده. ویل شوي دي چې په سرویس موټر کې پنځوس ماشومان ول چې له یوه بار وړونکي موټر سره یې ټکر کړی دی.