مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
د امریکا د دفاع وزیر له افغان ولسمشر سره ولیدل
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر افغانستان ته په یو ناڅاپي سفر رسیدلی دی. هغه له افغانستان سره د متحدو ایالاتو پر ژمنتیا ټینگار کړی دی. کارتر له افغان ولسمشر سره یوه گډ خبري کنفرانس ته وویل «متحده ایالات یوه خپلواک او خوندي افغانستان ته ژمنه لري او په دې ژمنه کې به ټینگ پاتې وي.» افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کارتر څخه د پوځي ملاتړ او امریکايي ځواکونو له قربانۍ څخه مننه وکړه.
د آلمان د دفاع وزیره په بحرین کې یوه امنیتي کنفرانس کې گډون کوي
د آلمان ددفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین د جمعې په ورځ خلیج هیواد بحرین ته رسیدلې ده. هغه به په دغه هیواد کې د منځني ختیځ په هکله یوه امنیتي کنفرانس کې گډون وکړي. د شنبې په ورځ به هغه دغه کنفرانس ته وینا هم وکړي. په دغه درې ورځني کنفرانس کې تر شلو زیاتو د هیوادونو پلاوي گډون کوي. پر نورو سربیره په دغو گډون والو کې د بریتانې د بهرنیو چارو وزیر بورس جانسن هم شامل دی.
په قاهره کې چاودنې شپږ تنه وژلي دي
د مصر په پلازمېنه قاهره کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي. د دغه هیواد د امنیتي کړیو له قوله ویل شوي دي چې چاودنې نور درې کسان سخت ټپیان کړي هم دي. زیاته شوې ده چې د مصر د اهرامونو پر لور د غځیدلي سړک په اوږدو کې د تالاشۍ په یوه پوسته کې یو بم چاودلی دی. د یوه وروستي خبر له مخې د مصر د «حسام» په نامه زور پالونکې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دي.
په تایلنډ او ویتنام کې سیلابونو سخت زیانونه اړولي دي
د تایلنډ په سویل او مرکزي ویتنام کې سږ کال موسمي بارانونو او سیلابونو سخت زیان اړولی دی. د سختو سیلابونو له کبله په دغو دواړو هیوادونو کې تر څلویښتو زیات کسان وژل شوي دي. د ځایي چارواکو په وینا په ۱۴ سویلي ولایتونو کې ۷۵۰ زره کسان د سیلابونو له کبله اغیزمن شوي دي. یوازې په مرکزي ویتنام کې په تیرو لسو ورځو کې ۲۴ کسانو د سیلابونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سویلي کوریا د ولسمشرې څخه د باور رای اخیستو پروسه پېل شوه
د سویلي کوریا د ولسمشرې پارک گیون های پر ضد د څو اوونیو د سترو احتجاجونو وروسته، اوس پارلمان د دغې ۶۴ کلنې د صلب صلاحیت پروسه پیل کړه. اپوزیسیون د ولسمشرۍ د گوښه کولو له پاره اړین دوه پر دریم اکثریت تر لاسه کړ، چې د دې کار له پاره پخپله د پارک گیون های د گوند رایو ته اړتیا وه. اوس تر پارلمان وروسته باید د اساسي قانون محکمه پریکړه وکړي چې ښایي میاشتې دوام وکړي.