مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په افغانستان کې د آلمان ماموریت د یوه بل کار له پاره غځول کیږي
د آلمان حکومت غواړي په افغانستان کې د خپل پوځ ماموریت د یوه بل کال له پاره هم وغځوي. دا موضوع په برلین کې د دې هیواد کابینې تصویب کړه. اوس باید د آلمان پارلمان په دې اړه وروستۍ پریکړه وکړي. آلمان په افغانستان کې د ناټو تر مشري لاندې ماموریت کې ګډون کوي چې هدف یې د افغان امنیتی ځواکونو روزنه، د هغوی ملاتړ او مشوره ورکول دي. د آلمانی سرتیرو نوی ماموریت به د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر میاشتې پورې دوام ورکړي.
میرکل ښايي د یوې بلې دورې له پاره هم ځان ونوموي
د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل، ګوندي همکار نوبرت روتګن، ویلي دي چې هغه به د یوې بلې دورې له پاره هم ځان ونوموي. د آلمان د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیسیون مشر له سي ان ان، سره په مرکه کې ویلي دي چې میرکل به ځان په ۲۰۱۷ کې هم د خپل هیواد د صدراعظمۍ له پاره ونوموي. د آلمان د حکومت ویاند دغه څرګندونې نه رد کړې او نه یې هم منلې دي. هغه ویلي دي چې صدراعظمه به په یوه مناسب وخت کې په دې اړه نظر ورکړي.
عراقي پوځ د داعش برید پر شا تمبولی دی
د عراق د موصل ښار د بیا نیولو له پاره د په لاره اچول شویو عملیاتو په جریان کې د داعش ډلې جنګیالیو د عراقي ځواکونو پر وړاندې سخت مقاومت کړی دی. په دې پيښه کې د داعش د ۲۳ غړو او ۱۰ تنو امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي دي. د عراقي ځواکونو قوماندان بیا ویلي دي چې ځواکونو یې د داعش د غړو دغه برید پر شا تمبولی دی.
اسرائیل او ترکیې یو ځل بیا یو بل ته سفیران واستول
ترکیې له اسرائیلو سره تر پخلاینې وروسته، یو ځل بیا تل ابیب ته خپل سفیر استولی دی. ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان، په انقره کې اعلان وکړ چې کمال اوکیم به اسرائیلو کې د ترکیې د سفیر په توګه کار وکړي. تر دې مخکې د سه شنبې په ورځ اسرائیلو هم د ترکیې له پاره خپل سفیر معرفی کړی وو. دواړو هیوادونو په روان کال کې خپل شپږ کلن دیپلوماتیک کړکیچ حل کړ.
روسیه له نړیوالې جزایي محکمې وځي
روسیې له نړیوالې جزایي محکمې څخه وځي. ولسمشر ولادیمیر پوتین داسې یو حکم صادر کړی دی چې پر اساس یې دغه هیواد د نړیوالې جزایي محکمې په اساس نامې کې خپل لاسلیک بیرته اخلي. هغه د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې په دې اړه ملګرو ملتونو ته معلومات ورکړي. دا چې دغه محکمه د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه شي پر ځای کولای، د روسیې له خوا د دې پریکړې د لامل په توګه ښول شوی دی.
فرانسه یو ځل بیا د اضطراري حالت موده غځوي
د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند، غواړي په خپل هیواد کې اضطراري حالت د راتلونکي کال په اوړي کې د جمهوري ریاست تر ټاکنو پورې وغځوي. هغه دغه موضوع په مراکش کې د چاپیریال ساتنې د کنفرانس په څنډو کې روښانه کړه. تر دې مخکې هم فرانسوي لومړي وزیر روښانه کړې وه چې حکومت به یې پارلمان ته د اضطراري حالت د غځولو غوښتنه واستوي. په فرانسې کې اوسنی اضطراري حالت د راتلونکي کال په جنوري میاشت کې پای ته رسیږي.