مهم خبرونه له متن او انځور سره
فعالين: روسي بمباريو ۹۳۰۰ سوريايان وژلي دي
د سوريې د فعالينو له خوا ويل سوي چي د روسيې په هوايي بريدونو کي تر اوسه تر ۹۰۰۰ څخه زيات سوريايان وژل سوي دي. لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو سازمان ويلي چي په وژل سوو کي ۳۸۰۰ يې ملکيان دي. د دغه سازمان په وينا له وژل سوو څخه کم تر کمه ۹۰۰ يې ماشومان دي. دغه سازمان خپل معلومات په سوريه کي د ننه د معلوماتي جال څخه تر لاسه کوي.
يونيسېف: په نايجيريا کي ۴۰۰ زره ماشومان د لوږي د ګواښ سره مخامخ دي
د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق يونيسېف ويلي چي په نايجيريا کي تقريبا ۴۰۰ زره ماشومان د لوږي د خطر سره مخامخ دي. د دغه سازمان په وينا د نايجيريا په شمال ختيځ فدرالي ايالتونو بورنو، يوبې او آداموآ کي ياد شمېر ماشومان د ژوند د ګواښ رامنځ ته کوونکي لوږي سره مخامخ کېدلای سي.
د آلمان فدرالي پوليسو په يو موټر کي وسلې او چاودېدونکي توکي موندلي
پوليسو د آلمان او اتريش په سرحدي سيمه کي په يو موټر کي د بم جوړولو مواد او يو شمېر وسلې موندلي دي. د آلمان د جنايي ادارې وياند ويلي دي چي د څلور تنه نارينه يې هغه وخت په خپل موټر کي ونيول کله چي هغوی هڅه کوله چي د سرحدي سيمي کيفرسفېلډن له لاري آلمان ته راداخل سي.
شيمون پېرس خاورو ته وسپارل سو
د اسرائيل د پخواني ولسمشر شيمون پېرس جسد په اسرائيل کي و خاورو ته وسپارل سو. د هغه د و خاورو ته د سپارلو په مراسمو کي د ګډون کولو له پاره نړیوال مشران بیت المقدس ته راغلي ول. د فلسطین ولسمشر محمود عباس چې له پیرس سره یې د سولې یو تړون لاسلیک کړی وو، د ګډونوالو په ډله کې شامل ؤ.
پروازيول له آلمان څخه د افغان مهاجرو د ايستني مخالفت وکړ
د مهاجرو د ملاتړ آلماني سازمان پرو ازيول له آلمان څخه د افغان مهاجرو د ايستلو مخالفت کړی دی. دغه سازمان پر آلمان او پر اروپايي اتحاديې ږغ کړی دی چي هيڅ پناه غوښتونکي دي بېرته افغانستان ته نه لېږي. د دغه سازمان رئيس ګيونتر بورخارت د جمعې په ورځ په فرانکفورت کي وويل: «افغانستان هيڅ خوندي هيواد نه دی.