مهم خبرونه له متن او انځور سره
آیا رد شوي افغانان له آلمان څخه لیږل کیږي؟
د آلمان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د روان میلادي کال تر پای پورې د رد شوو افغان پناه غوښتونکو د بیرته استولو پر سر له افغانستان سره یوه توافق ته ورسیږي. د آلمان د کورنیو چارو وزرات یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ برلین کې وویل چې د آلمان او افغانستان تر منځ د جنورۍ میاشتې راهیسې د یوه گډ تفاهم په هکله په خبرو اترو کې «ښه پرمختگ» شوی دی. خو د هغه به خبره لا کوم توافق ته نه دي رسیدلي.
د اوکراین په ختیځ کې لا هم اوربند نافذ دی
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر او د هغه فرانسوي سیال ژان مارک آیرو د لومړي ځل له پاره د اوکراین په ختیځ کې له کړکیچ ځپلې سیمې څخه لیدنه کړې. د شتاین مایر په خبره دوی غوښتل چې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر پاول کلمکین سره یو ځای د دغه ناکراره سیمې وضعیت انځور کړي. د تیرې شپې له نیمايي څخه په دغه ځای کې د رامنځ ته شوې اوربند څخه د سرغړونې ډیر کم رپوټونه ورکړل شوي.
رپوټ: کینیا سومالیايي مهاجر کډه کیدو ته اړ باسي
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رايټس واچ د یوه رپوټ له مخې په کینیا کې سومالیایي مهاجر د نړیوالو قوانینو برخلاف دې ته اړ ایستل کیږي چې خپل هیواد ته ستانه شي. د کینیا په شمال کې د داداب کمپ مهاجرو رپوټ ورکړی دی، چې دوی ته د اخراجیدو گواښ کیده او سومالیا ته د بیرته ورگرځیدو بل هیڅ کوم بدیل ورته نه وړاندیز کیده. کینیا په می میاشتې کې د دغه کمپ د بندیدو اعلان وکړ.
میرکل د کار په بازار کې د مهاجرو ژر ادغام غواړي
د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل د کار په بازاره کې د مهاجرو ژر ادغام غواړي. مېرکل له آر بي بي، نومې راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د دې له پاره ځینو ځانگړو قوانینو ته هم اړتیا ده. د هغې په خبره ډیر شمیر کسان لا هم د ژبې د زده کړو په کورسونو کې دي او یا یې پیلولو ته انتظار باسي. د هغې په خبره د آلمان حکومت د اقتصاد په برخه کې پر پیاوړې بوختیا حساب کوي، څو مهاجر ژر د کار بازار ته جذب شي.
ملگري ملتونه: د سوریې حکومت د بشري مرستو مخه نیولې
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې پر یوه اوربند سربیره د سوریې حکومت جگړه ځپلو سیمو کې خلکو ته د مرستو د رسولو مخه نیسي. د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دیمستورا، انتقاد کړی دی چې پر تکراري غوښتنو سربیره د مرستندویه توکو د انتقال اجازه نه ده ورکړل شوې. د هغه په خبره په سلگونو لارې چمتو دي چې د ختیځ حلب په څیر سیمو ته خوراکي توکي، دارو درمل او نور مواد انتقال کړي.