مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
پاکستان د افغان مهاجرو د پاتې کیدو موده وغځوله
د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د راجستر شوو شا او خوا یو نیم میلیون افغان مهاجرو د پاتې کیدو اجازه نورې درې میاشتې غځولې ده. په پام کې وه چې دغه افغانان د روان میلادي کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستان څخه وتلی وی، خو اوس یې موده د ۲۰۱۷م کال د مارچ میاشتې تر وروستۍ نیټې پورې غځول شوې ده. د کال تر پای پورې ملگري ملتونه د ۶۲۰ زرو کډوالو د بیرته ستنیدو اټکل کوي.
د لیبیا کیمیاوي وسلې په آلمان کې له منځه وړل کیږي
په پام کې ده چې په راتلونکو میاشتو کې د لیبیا د کیمیاوي وسلو د پروگرام باقې پاتې برخه په آلمان کې له منځه یوړل شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په برلین کې ویلي دي چې هیواد به یې د لیبیا د ملي یووالي له حکومت سره د دغو موادو په خنثی کولو کې مرسته وکړي. شتاین مایر زیاته کړې ده: «موږ باید د دې مخنیوی وکړو چې زهرجن کیمیاوي مواد غلطو لاسونو ته ولویږي.»
ستولتنبېرگ د سیمه ییز امنیت له پاره د ترکیې پر اهمیت ټینگا کړی
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبېرگ انقرې ته د خپل سفر پر مهال د سیمه ییز امنیت له پاره د ترکیې پر اهمیت باندې ټینگار کړی. د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر ملاقات وروسته هغه ویلي دي: «د اروپا او سیمي د ثبات او امنیت له پاره د یوې پیاوړي او دیموکراتیکې ترکیې څخه صرفنظر نشي کیدای.» هغه د ترکانو جرأت وستایه چې د جولای میاشتې په نیمایي کې د یوې پوځي کودتا پر وړاندې ودریدل.
«پاریس کې نیول شوي اصلي شکمنې داعش سره بیعت کړی وو»
هغه ښځه چې په پاریس کې د یوه شکمن موټر سره د تړاو په تور نیول شوې ده، د رپوټونو له مخې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش سره یې بیعت کړی وو. دغه خبر د تحقیقاتي کړیو په حواله ورکړل شوی دی. دغه ۱۹ کلنه د پنجشنبې په ورځ د دوو نورو ښځو سره چې عمرونه یې د ۲۳ او ۳۹ کلونو تر منځ دي، یو ځای نیول شوې ده. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنا کازنو، دغه درې سره ښځې افراطي شوې او تندلارې شوې معرفې کړې وې.
کیري او لاوروف په ژنیو کې د سوریې په هکله خبرې کوي
په ژنیو کې د امریکا متحدو ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ملاقات پېل شوی دی. هغوی د سوریې جگړې ته د سیاسي حل لارې د موندلو په هکله سلا مشورې کوي. د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د جان کیري او سیرگي لاوروف تر منځ ملاقات کې په سوریه کې د تاوتریخوالي د راکمیدو او همداشان د دغه هیواد د ولس له پاره د بشري مرستو د لمن د پراخیدو په هکله خبرې اترې کیږي.