مهم خبرونه له متن او انځور سره
«د ترکیې پوځي عملیات به ادامه ولري»
د ترکیې د لومړي وزیر بن علي یلدمیر د معلوماتو له مخې د سوریې په شمال کې د سرحدي ښار جرابلوس څخه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» تر شړلو وروسته به په دغه سیمه کې پوځي عملیات ادامه ولري. هغه ویلي چې اوس دا خبره مطرح ده چې د ولس د دفاع په نامه کردي ملیشي د فرات له لارې پر شا وتمبول شي. پر دې سربیره ترکي ټانکونه د سوریې خاورې ته داخل شوي دي.
روسي ځواکونو ستر پوځي مانورونه پیل کړي دي
د روسیې اردو ستر پوځي مانورونه پیل کړي. د روسیې د دفاع وزیر سیرگي شویگو، ویلي دي چې د دغه هیواد د ولسمشر او اعلی قوماندن ولادیمیر پوتین په امر د هیواد په سویل، مرکز او لویدیځ او همداشان هوایي ځواک او سمندري بیړۍ د تیارسئ حالت ته راوستل شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه مانورونه د روسې له لوري په رسمیت پیژندل شوې د کریمیا نیمه ټاپو کې تر سره کیږي چې د اوکراین پولې ته څیرمه پروت دی.
افغان حکومت: پر پوهنتون برید بهر کې پلان شوی دی
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوې خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې د دغه هیواد د ملي امنیت شورا په ننۍ غونډه کې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید تر ارزونې لاندې ونیول شو. په وینا پاڼه کې یادونه شوي ده چې د ملي امنیت د ریاست لومړۍ څیړنې ښي چې د دغه برید بندوبست، د وینا پاڼې د خپلې جملې له مخې د «ډیورنډ د کرښې» بله غاړه کې شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکه غندلی دی.
رپوټ: د آلمان پوځ د اینجر لیک له هوایي اډې څخه د احتمالي وتلو له پاره تیاری نیسي
د آلمان پوځ د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې د ترکیې له هوایي اډې اینجر لیک څخه د احتمالي وتلو له پاره چمتووالی نیسي. لکه څرنگه چې د «شپیگل» په نامه ورځپاڼې د آلمان د پوځ د کړیو په حواله لیکلي دي چې اوس دا خبره ارزول کیږي چې آیا تورنادو، او تیل ورکوونکي الوتکې اردن یا قبرس ته انتقال کیدای شي که نه. زیاته شوې ده چې له دې کبله باید اکتشافي ماموریت لږ تر لږه د دوو میاشتو له پاره ودرول شي.
په ایټالیا کې د زلزلې د قربانیانو شمیر ۲۴۷ تنو ته لوړ شوی دی
په ایټالیا کې تر زلزلې وروسته د مرگ ژوبلې شمیر لوړ شوی دی. د دغه هیواد د ملکي ساتنې ادارې ویلي دي چې د اوسنيو معلوماتو له مخې دوی د ۲۴۷ تنو د مړه کیدو اټکل کوي. دغې زلزله چې سه شنبې په نیمه شپه رامنځ ته شوې وه، د ریشتر پر مقیاس یې شدت تر شپږو درجو زیات وو. د پنجشنې په ورځ څو کوچنۍ زلزلې هم رامنځ ته شوي دي. تیره شپه هم ژغورونکو ډلو تر ویجاړیو لاندې د ژوندي پاتې شوو کسانو لټون ته ادامه ورکړې وه.
«د سوریې حکومت او داعش کیمیاوي وسلې کارولي»
د ملگرو ملتونو د یوې څیړنې د پایلې له مخې د سوریې حکومت او افراطي ډلې «اسلام دولت» یا داعش په تیرو دوو کلونو کې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. د ملگرو ملتونو په رپوټ کې راغلي دي چې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو لږ تر لږه په سوریه کې دوه وارې د کیمیاوي وسلو برید تر سره کړی دی. رپوټ زیاتوي چې داعش بیا له خپل لوري لږ تر لږه یو وارې له زینف نومې زهرجن گاز څخه کار اخیستي دي