مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
امریکا او ترکیه غواړي شخړه د خبرو اترو له لاري حل کړي
د انقرې او واشنگټن تر منځ شخړه کي دواړه اړخه غواړي جدي پاته سي. خو د ترکیې خارجه وزیر مولوت چاویز اوغلو او د هغه امریکايي سیال، مایک پمپیو په سنگاپور کي تر لیدني کتني وروسته ډاډ ورکړ، چي دواړه خواوي کوښښ کوي، جنجالي مسایل د خبرو اترو له لاري حل کړي. د امريکا متحدو ايالاتو حکومت د تیري چهارشنبې په ورځ د امریکايي راهب اندریف برنسَن د بندي کیدو په سبب پر دوو ترکي وزیرانو باندي بنديز وضع کړ.
په ایتوپیا کي یو ميلیون انسانان د تیښتي په حال کي دي
په ایتوپیا کي بين المللي خیریه سازمانونه د یوه ډیر سخت بشري بحران څخه خبرداری ورکوي. د سره صلیب نړیوالي کمیټې څخه کریستال وېلس وايي، چي ددغه بحران علت د اتنیکي تشدد یوه لویه څپه ده. د ملگرو ملتونو د عاجلو کومکونو د ادارې په حواله د دغه اتنیکي تشدد په نتیجه کي د روان عیسوي کال په جون مياشت کي د ایتوپیا د جنوبی سیمي گیدوی او غربې سیمي گوجئ څخه تقریبأ ۹۸۷۰۰۰ انسانان تښتیدلي دي.
رسنۍ: په مسکو کي د امریکا سفارت پر پخوانۍ کارکونکې باندي د جاسوسۍ تور
په مسکو کي د امريکا په سفارت کي د رسنیو په حواله تر یوې لسیزي اضافه یوې روسۍ جاسوسي کار کاوه. د «گارډین» انگلیسۍ ورځپاڼي لیکلي دي، چي دغه ښځه همدالږ وخت دمخه د جاسوسۍ ضد امریکايي ادارې له خوا افشأ سوې ده. ویل کیږي چي هغې د سکریټ سرویس- Secret Service انټرنیټ او ایمېل سیسټم ته لاسرسئ درلود. سکریټ سرویس د امریکا د جمهوررييس د حفاظې او ټوله امریکا په سطحه د جزأ تعقیبولو وظیفه پرغاړه لري.
د زیمبابوې اپوزیسون د انتخاباتو نتایج نه مني
په زیمبابوې کي اپوزیسون د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج نه دي منلي. د اپوزیسون رهبر نېلسن چامیسا په خپل تویتر کي د انتخاباتي کمیسون له خوا اعلان سوي نتایج« ناتایید سوي او غلط» بللي دي. د ده په خبره یې حزب دغه نتایج ردوي او په محکمه کي به عارض سي. د زیمبابوې د انتخاباتي کمیسون په حواله د حکومتي څانو حزب- PF څخه برحاله جمهوررييس ایمرسن ایم نانگاوا ۵۰،۸ او نېلسن چامیسا ۴۴،۳ فیصده رايي وړي دي.
امریکايي سناتوران د روسیې پرضد نوي بندیزونه لگول غواړي
د امريکاپه متحده ايالاتو کي جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان غواړي د روسیې پرضد نوي بندیزونه وضع کړي. دوی په دې ډول سره د هغو تورونو په مقابل کي عکس العمل ښوولی دی، د کومو پراساس چی د روسیې حکومت غواړي د امریکا د کانگرس په راتلونکو انتخاباتو کي مداخله وکړي. په دې منظور د بندیزونو یوه طرحه د جمهوري غوښتونکي سناتور، گراهم پرشاوخوا کسانو سنا ته وړاندي کړې ده.
ددوبني وخت تبدیلیدلو په نظرپوښتنه کي تر یوه ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې
د ټولي اروپا په سطح ددوبني وخت د له منځه وړلو یوه انلایني نظر پوښتنه د اروپايي ټولني د کمیسارۍ په حواله دډیري علاقه مندۍ سره مخامخ سوې ده. د کمیسارۍ یوه ویاند وویل، چي د نظر پوښتني د مهلت تر نیمايي وخت دمخه لا تر یوه ملیون اضافه کسانو هغه ته جوابونه ورکړي دي. په دغه مهلت کي د اروپايي ټولني اتباع کولای سي، ووايي، چي ایا دوی په راتلونکي کي د دوبي او ژمي د وخت تبدیلیدل غواړي.