مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
مصر: پر یوه کلیسا باندي په برید کي ډیر کسان وژل سوي دي
د قاهرې په جنوب کي پریوه کلیسا باندي په حمله کي حداقل ۹ کسان وژل سوي دي. د حلوان دناحیې دغي قبطي کلیسا ته دوه برید کونکي ورننوتللي ول او هري خواته یې فیرونه کول. په فیرونوکي د نورو ترڅنگ درې پولیس هم ووژل سول. وروسته پولیسو یو بریدکونکئ له منځه یووړ، خو یو تن پرتیښته باندي بریالئ سو. په دغه کال کي په مصر کی ترهگري حملې ډیري سوي دي، د هغې جملې څخه د عیسوي اقلیت پرضد.
اسراييلو د حماس د راکټي حملې پرضد عکس العمل ښوولئ دی
د غزې د تراډي څخه د فلسطينیانو دیوې راکټي حملې په مقابل کي داسراييلو پوځ هم د حماس موضع گاني ویشتلي دي. ویل کیږي، چي ددې مخکي وسله والو فلسطينیانو پراسراييلو باندي درې راکټونه ورفیر کړي وه. ددې په عکس العمل کي اسراييلي نظامي ټانکونو او هوايي قواوو دغزې د تراډي په شمال کي د حماس پردوو پوستو باندي حمله وکړه. ویل کیږي، چه د حماس یوه پوسته کاملأ تخریب سوې ده.
د سوريې د ادلیب ایالت د نیولو پرسر سخت جنگونه
د روسي دهوايي قواوو په ملاتړ سره د سوريې پوځونه د نوو عملیاتو په پیلولو سره کوښښ کوي،چي د تندلارو اسلام پالو ترکنټرول لاندي د ادلیب ښار ونیسي. د فعالینو په حواله هلته سخت جنگونه شروع سوي او د ۲۴ ساعتونو په جریان کي حداقل ۶۶ انسانان وژل سوي دي. ادلیب ددوبي راهیسي د القاعده شبکې د پخوانۍ څانگي فتح الشام له خوا کنټرولیږي. دا په سوريه کي وروستئ ولایت دی، چي د حکومتي قواوو لخوا نه کنټرولیږي.
چین، شمالي کوریا ته د تیلو د لیږلو تور رد کړی دی
چین داخبره رد کړې ده، چي گواکي شمالي کوریا ته د تیلو په لیږلو سره یې د امنیت شورأ د بندیزونو څخه سرغړونه کړې ده. په پیکینگ کي خارجه وزارت اعلان کړی دی، چي په چینايي کښتیو کي دغه هیواد ته تیل نه دي صادر سوي. د وزارت په حواله چین به دې ته اجازه ورنه کړي، چي چینايي شرکتونه د ملگروملتو د پریکړه لیکونو څخه سرغړونه وکړي. ترمپ پرچین باندي تور لگولی ؤ، چي شمالي کوریا ته یې د تیلو لیږلو اجازه ورکړې ده.
جونس رسمأ د الباما د ایالت د انتخاباتو گټونکئ اعلان سو
د امريکا دالباما ایالت دیموکراټ کاندید دوگ جونس رسمأ د سنأ ددوهم واري انتخاباتو گټونکئ اعلان سو. انتخاباتي کمیسون تاییدکړې ده، چي جونس د خپل جمهوري غوښتونکي سیال روی مور څخه تقریبأ۲۱۰۰۰ رايي اضافه لري. مُور دهمدا تیري چهارشنبې په ورځ لا په یوه محکمه کي د انتخاباتو د ممکنه تقلب شکایت کړی ؤ،خو قاضي یې شکایت رد کړ. پدې ډول سره نو د امریکا په سنا کي د جمهوري غوښتونکو اکثریت ته هم صدمه ورسیدله.
نیویارک :د اورلگیدني په سبب ۱۲ انسانان وژل سوي دي
د نیویارک په یوه استوگنځائ کي د اورلگیدني په سبب حداقل ۱۲ کسان وژل سوي دي. ښاروال بیل دي بلاسیو د نیویارک د برونکس ناحیې دغه پيښه د څو لسیزو راهیسي د اورلگیدني یوه سخته تراژیدي وبلله. په پیښه کي د تعمیر څلور نور اوسیدونکي هم سخت ټپیان سوي او د مرگ دخطر سره مخامخ دي. پرون ماښام د تعمیر په کښته منزل کي اور ولگیدئ او ډیر ژر یې لوړو منزلو ته هم سرایت وکړ.