مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
پاکستان د ۲۷ خیریه سازمانونو فعالیتونه منع کړل
پاکستان پخپل هیواد کي د خیریه سازمانو کار محدودوي. لکه څنگه چي نن جمعې ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له یوه لست څخه معلومه سوه ، مجموعأ به د ۲۷ خیریه سازمانو دکار اجازې واخیستل سي. دوی نو اوس ۹۰ ورځي وخت لري،چي خپل کارونه پای ته ورسوي. داخله وزیر طلال چودري رویټرس خبري آژانس ته وویل، چي ددغوسازمانو کارونه د خپل ماموریت تر چوکاټ اوښتي وه او هیڅ حقوقي اساس نه لري.
د اروپا پارلمان وکیلانو کاتالونیا ته دامتیازاتو ورکولوغوښتنه وکړه
د کاتالونیا د بحران د حل په منظور د اروپا پارلمان وکیلانو د هسپانیې د مرکزي حکومت څخه دکاتالونیا له پاره دامتیازاتو ورکولو غوښتنه وکړه. د اروپا دپارلمان د سوسیال ډیموکراټانو وکیل جو لاینین وویل، چي د بحران څخه د راوتلو لار کیدلای سي د هسپانیې په اساسي قانون کي جدي اصلاحات وي. دده په خبره باید کاتالونیا د باسکنلېنډ په ډول ډیره کلتوري، اقتصادي او مالي خودمختاري په لاس راوړي.
د انگلستان خارجه وزیر په مسکو کي د ساړه وخت د پای ته رسولوکوښښ کوي
د پنځو کالو راهیسي د مسکو څخه د برتانیا د یوه خارجه وزیر د لمړۍ لیدني کتني پرمهال بوریس جانسن کوښښ کوي،چي د روسیې سره سوړ وخت پای ته ورسیږي. جانسن نن جمعې ورځ په مسکو کي د روسیې د خارجه وزیر سرگیې لاوروف سره د یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چي«په پخوانیو وختونو کي پر «مشکلاتو سربیره»باید مسکو او لندن داسي طریقې پیداکړي، چه په دې لار کي پرمختگ رامنځته سي.
د راؤل کاسترو ځای ناستئ به په راتلونکي اپریل میاشت کي تعین سي
د کیوبا جمهوررييس راؤل کاسترو به د راتلونکي کال په اپریل میاشت کي د خپل مقام څخه تیر سي. د اپریل پر ۱۹ نیټه به یوه دولتي شورأ انتخاب او هغه به بیا د کاسټرو ځای ناستئ وټاکي. راول کاسټرو په ۲۰۰۶ م کال کي د خپل ورور فیدل کاسټرو څخه، چي پدې منځ کي مړه سوی دی، د جمهوري ریاست صلاحیتونه تر لاسه کړل او په ۲۰۰۸ م کال کي بیا په رسمي ډول جمهوررييس تعین سو.
د پیرو جمهوررييس کوشینسکي پر خپل مقام پاتیږي
د پیرو جمهوررييس پابلو کوشینسکي پرخپل مقام باندي پاتیږي. ځکه چه د پارلمان فقط ۷۸ وکیلانو د جمهوري ریاست د مقام څخه د هغه د لیري کیدو په طرفدارئ رايي ورکړې او ۹ رايي کمي وې. شک کیږي، چه کوشینسکي د برازیل د ساختماني شرکت اوده برېشت د اختلاس په رسوايۍ کي شریک وي. دغه شرکت منلې وه، چي د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۴ مو کلونو تر منځ یې د ۲۴ ملیونه یورو په ارزښت رشوتونه ورکړي دي