مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د مړه سوي پخواني صدراعظم هلموت کول څخه نړیوال درناوئ
د ټولي دنیا سیاستمدارنو د جرمني د وحدت او اروپا د نژدیکۍ په لار کي د مړه سوي پخواني صدراعظم هلموت کول نه ستړي کیدونکو زحمتو او فعالیتو څخه قدرداني وکړه. انګيلا ميرکل هغه د جرمني دپاره یو ښه بخت وباله. میخائیل گورباچوف ،کول ته «د وحدت د صدراعظم» نوم ورکول یو«سم او پرحق » کار وباله. د اروپايي ټولني لوی کميسار ژان کلود یونکر وویل، چي هلموت کول اروپايي واحد کور ته ژوند وروبخښئ.
میرکل د کاتولیکانو د مشر سره وکتل
د عیسوي کاتولیکي مذهب رهبر پاپ فرانڅیسکوس په روم کي د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل خپل حضور ته ومنله. پاپ د سولي په لارکي د میرکل فعالیتونه تقویه کړل. میرکل د پاپ سره تر ۴۰ دقیقو خبرو وروسته وویل، چي دا اوس په افریقا کي د غربت او فقر پرضد په مبارزه او اقلیم ساتني کي ځان قوی احساسوي. ددغي موضوع څخه چي په جولای کي دG20 د سرمشریزي په اجنډا کي قرار لري، دپاپ لخوا یې استقبال وسو.
په کولون کي د اسلامي ترهگرۍ پرضد د مسلمانانو مظاهره
د«نه زموږ سره» ترعنوان لاندي نن په کولون کي د اسلامي ترهگرۍ او تشدد پرضد د مسلمانانو لخوا مظاهره جوړه سوه. د پولیسو په حواله د مظاهرې په شروع کي تر هغه ډیرلږ کسان راغلي وه، لکه څنگه چي یې د مظاهرې سازمان ورکونکو اټکل کړی ؤ. دغه مظاهره د نورو ترڅنگ د اسلام پیژندونکې لامایا کادور او د سولي د فعاله طارق محمد لخوا سازمان دهي سوې وه.
مصر: پرلوی څارنوال د قتل په تور ۳۱ کسان د مرگ په سزأ محکوم سول
د مصر یوې محکمې د پخواني لوی څارنوال دقتل په تور ۳۱ کسان د مرگ په جزأ محکوم کړل. دغه خبر مصري دولتي ټلویزیون ورکړی دی. لوی څارنوال هاشم برکت په ۲۰۱۵ م کال کي د یوې بمي چاودني پروخت په قاهره کي ووژل سو. تردغي حملې وروسته په مصر کي امنیتی مقررات ډیر سخت سول.
امریکايي قواوو په افغانستان کي د داعش د رسنیو مشر وژلی دی
امریکايی قواوو د هغوی په حواله په افغانستان کي د اسلامی دولت-ISډلي د رسنیو مشر وژلی دی. په افغانستان کي د امریکايي قواوو قومندان جنرال جان نیکلسن ویلي دي، چي د جوادخان وژل به اسلامی دولت-ISډلي ته سخته ضربه وارده کړی او د نوو جنگیالیو جلب وجذب به ورته سخت کړي. د هغوی په حواله جواد خان د جون پر دریمه په ننگرهار کي د هوايی قواوو په یوه حمله کی وژل سوی دی.
په مدیترانه کي په یوه ورځ کي ۲۵۰۰ انسانان ژغورل سوي دي
د یوې ورځي په جریان کي په مدیترانه کي تر ۲۵۰۰ اضافه انسانان ژغورل سوي دي. د ایټالیا ساحلي ساتونکو د جمعې په ورځ د تر ۱۸ مختلفو ژغورونکو عملیاتو څخه خبر ورکړ، چي پکښي تقریبأ ۲۰۰۰ تنه راوایستل سول. د شپې لخوا بیا هغوی مجبوره وه نور ژغورونکی عملیات تر سره او ۵۰۰ نورو کسانو ته هم نجات ورکړي.
جاپان: یوه امریکايي جنگي کښتۍ د تجارتي کښتۍ سره ټکر سوې ده
د جاپان د ساحل مخته یوه امریکايي جنگي کښتۍ دیوې تجارتي کښتۍ سره ټکر کړی دی. امریکايي بحري قواوو خبر ورکړی دی ، چي دغه ټکر د شپې په تاریکه کی د امریکايي نظامي اډې-یوکوسوکا په ۱۰۰ کیلومترۍ کي رامنځته سوی دی. جاپانۍ ساحلي قواوو هم دغه خبر تاييد کړی دی. پر تجارتي کانتینري کښتۍ باندي د فلیپین بیرغ ځړیږي.