مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د قطر محاصره: ایران دغه هیواد ته عاجل غذايی مواد لیږي
د سعودي عربستان او نورو عربي هیوادو لخوا د قطر ترسختي محاصرې څو ورځي وروسته دخلیج ددغه امارت سره ایران کومک کوي. لکه څنگه چي فرانسوي خبري آژانس AFP رپوټ ورکړی دی، د ایران اېر د شرکت پنځو طیارو ۹۰ ټنه تازه زراعتي محصولات،لکه میوه او ترکاري قطر ته انتقال کړي دي. د سعودي عربستان حکومت او متحدینو یې د دوشنبه راهیسي دغه هیواد د ترهگرۍ او ایران سره د ارتباطاتو په تور محاصره کړی دی.
ماکرو د فرانسې په پارلماني انتخاباتوکي د اکثریت هیله لري
د فرانسې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د امانوئیل ماکرو تر کامیابه کیدو تقریبأ یوه میاشت وروسته په فرانسه کي د پارلماني انتخاباتو لمړئ مرحله شروع سوه. د نظرپوښتنو پراساس دده د غورځنگ «له ریپوبلیک ان مارچ» د ښکاره کامیابۍ اټکل کیږي او حتی شاید په پارلمان کي مطلق اکثریت پلاس راوړي. د جمهوررييس ماکرو دپاره دغه اکثریت ځکه ضروري دی ، چي بیله هغه نسي کولای اصلاحات عملي کړي.
د روسیې رسوایي: د امریکا دعدلیې وزیر هم سنأ ته جوابونه وايي
دروسیې د رسوایۍ په نامه قضیه کی اوس باید د امريکا دمتحده ايالاتو د عدلیې وزیر جَف سېشنز د امریکا د سنأ د استخباراتي کمیټې په مخکي جواب ووايي. دی به هلته د FBI د برطرفه سوي رییس جېمز کومي د موضع گیرۍ په باب خپل نظر ووايي. کومي په دغه کمیټه کي د نورو ترڅنگ جمهوررييس دونالد ترمپ په درواغو او دې کوښښ باندي متهم کړ، چي غواړي د FBI کارونه تر خپل نفوذ او کنټرول لاندي راولي. خو ترمپ دغه تورونه ردوي.
میرکل په مکسیکو کي د بشر د حقوقود مدافعینو او ژورنالسټانو سره وکتل
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل په غیرمستقیم ډول د امريکا د جمهوررييس دونالد ترمپ پرهغو پلانونو باندي انتقاد وکړ، چي غواړي د مهاجرينو د مخنیوی پخاطر د مکسیکو سره په سرحدکي یو لوی دیوال جوړ کړي. په مکسیکو سیټي کي د جمهوررييس اِنریکو پینا نیتو سره دخبرو پروخت میرکل وویل، چي«بیرول مشکل نه حلوي.» انګيلا ميرکل په مکسیکو کي د بشر د حقوقود مدافعینو او ژورنالسټانو سره هم خبري وکړې.
د کولون/بون په هوايی میدان کي د ترهگرۍ خطر رفع سو
د جرمني د کولون/بون په هوايی میدان کي تر یوه ترهگري خطر وروسته پولیسو ددغه خطر درفع کیدو اعلان کړی دی. په هغه یوه شکمن بکس کي ، چي پراساس یې باید د اېزي جیټ د شرکت یوه طیاره ډیر وخت په هوأ کي پاته سوې وای، چاودیدونکي مواد پیدا نسول.
په ایټالیا کي محلي انتخابات تر سره کیږي
په ایټالیا کي د نوو پارلماني انتخاباتو د اوازو په منځ کي نن یکشنبه په دغه هیواد کي محلي انتخابات تر سره کیږي . په تر ۱۰۰۰ اضافه محلاتو ، د هغې جملې پارما او ویرونا ښارو کي به محلي انتخابات تر سره سي. دغه انتخابات د ۲۰۱۸ م کال پارلماني انتخاباتو دپاره هم یو محک دی. د ایټالیا د ۴۷ ملیونو د جملې څخه په دغو محلي انتخاباتو کي یو پرپنځمه حصه ایټالویان شرکت کوي.
کوزوو تر وخت دمخه نوئ پارلمان انتخابوي
د ۲۰۰۸ م کال راهیسي مستقل سوی هیواد کوزوو ترخپل تعین سوي وخت یو کال دمخه نوئ پارلمان انتخابوي. د نظرپوښتنو پراساس په ۱،۸ ملیونه مستحقو رایه ورکونکو کي نشنلسټي او افراطي حزبونه ډیر چانس لري. که واقعأ هم هغوی انتخابات وگټي، نو په منطقه کي به ملي شخړی او کشمکشونه نور هم شدت پیداکړي. تر ټولو دمخه به یې د صربستان سره مناسبات ډیر خراب سي.