مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د شرقي حلب څخه وتل بیرته پیل سوه
د سوريې د حلب د شرقي برخي څخه تردوو ورځو ځنډ وروسته د خلگو وتل بیرته پیل سوي دي. سوريايی رسنیو خبر ورکړی دی، چي د سره صلیب او سرې میاشتي تر نظارت لاندي شرقي حلب ته بیرته بسونه ورغلي دي،ترڅو د هغه ځای څخه پاته جنگیالي او ملکي خلگ راوباسي. ملګري ملتونه اټکل کوي، چي اوس لا هم څه ناڅه ۳۰۰۰۰ انسانان په شرقي حلب کي بند پاته دي.
سټولتنبِرگ په سوريه کي د نه عمل کولو څخه دفاع وکړه
د ناټو عمومي منشي یېنس سټولتنبِرگ د سوريې په بحران کي د خپل نظامي اتحاد د نه عمل کولو څخه دفاع وکړه. ده المانئ ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاگ» ته ویلي دي ، چي د ناټو مداخله به وضعیت تردې نورهم خراب کړی وای. په ځینو حالاتو کي د«نظامي عملیاتو مصارف د هغه ترگټي ډیر لوړ وه.» سټولتنبِرگ د سوريې وضعیت یوه «لویه بشري فاجعه»وبلله. خو وايي ، نظامي عملیات کیدلای سوای د یوه بل خراب حالت د رامنځته کیدو سبب سوي وای.
د لیبیا صدراعظم د سِرت نیول رسمأ تايیدکړي دي
د لیبیا صدراعظم د اسلامي دولت IS ډلي د منگولو څخه د هغوی د مهم مرکز سِرت ترنیولو وروسته هلته د نظامی عملیاتو پای اعلان کړی دی . صدراعظم «فاجي ال سراج» په یوه ټلویزوني بیانیه کی ویلي دي، چی تر اتو میاشتو جنگونو وروسته د سِرت آخري سنگر هم د هغوی دلاسه وتلی دی. همدا دوې اوونئ دمخه هم حکومت اعلان کړی ؤ، چي د سِرت دښار وروستئ برخه یې نیولې ده.
یمن: پرعسکرو باندي په ځانمرگي برید کي ډیر کسان وژل سوي دي
د یمن د جنوب په بندري ښارعدن کي د یکشنبه په ورځ یوه ځانمرگي بریدکونکي د ځانه سره ۴۳ عسکره ووژل. لږترلږه ۶۰ نور د چارواکو په خبره زخمیان سوي دي. لکه څنگه چي العربیه ټلویزون خبرورکړی دی، یوه ځانمرگي دیوې نظامي اډې سره نژدې ځان هواته والوزی، چیري چي عسکر د معاش اخیستلو دپاره سره راټول سوي وه. همدا تیره یکشنبه هم یوه ځانمرگي بریدکونکي په عدن کي د ځانه سره په لسهاوو عسکر وژلي وه.
د ترکیې پر«کایزري»تر برید وروسته پرکردي گوند- HDP باندي حملې
د ترکیې د مرکزي ښار پر«کایزري» باندي تر ترهگري برید وروسته تیره شپه د اپوزیسوني کردي پلوه گوند- HDP پر دفترونو باندی حملې سوي دي. په اجتماعي رسنیوکي سربیره پردې د هغوی د وکیلانو پرضد دمرگ تهدیدونه هم سوي دي. د HDP وکیل «ضیا پیر» الماني خبري آژانس ته په استانبول کي دیوه ډیر«جذباتي او احساساتي حالت» څخه خبره کړې ده . په استانبول او انقره کي د HDP دفترونه په ډبرو ویشتل سوی دي.
توسک د پولیند حکومت ته خبردارئ ورکړی دی
د اروپايي ټولني د شورأ پولینډي رییس دونالد توسک د پولینډ دملي محافظه کاره حکومت څخه غوښتي دي،چي اساسي قانون مراعت کړي. په برسلاوا کي دپولینډ دغه پخواني صدراعظم د یوې بیانیې پر وخت په تاکید سره د پارلماني رپوټونو د ورکولو په باب نوو مقرراتو ته اشاره وکړه. ددغو مقرراتو پرضد پرون شنبه شپه په زرهاوو پولینډیانو احتجاجونه وکړل.
د برلین د ریلونو د تمځای لغته وهونکئ نیول سوی دی
د برلین د ریلونو په یوه تمځای کي د یوې نجلئ د لغتي وهلو ۲۷ کلن متهم مجرم پولیسو نیولی دی. پولیسو ویلي دي، چي دغه سړی د بسانو مرکزي سټیشن ته په بس کي د رارسیدو سره سم هملته په بس کي لا ونیول سو. دغه ۲۷ کلن بلغاریايي یوه نجلی د سټیشن په ځینو کي د کښته کیدو پر مهال په لغته وهلې وه او لاندي یې اچولې وه.