مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
میرکل د سوسيال مسيحيانو په کنگره کي برخه نه اخلي
د جرمني دمسيحي دموکراټانود گوند مشره او صدراعظمه انګيلا ميرکل د خپل متحد گوند سوسيال مسيحيانو په کنگره کي د میلمه ویناکونکي په توگه برخه نه اخلي. د اتحادي گوندونو په حواله د مهاجرينو پرسیاست باندي تر اختلافاتو وروسته که څه هم دواړه گوندونه کرارکرار بیرته سره نژدې کیږي، خو بیا هم پر ټولو نکتو باندي یووالی ندی راغلی. ځکه نو په کنگره کي د صدراعظمی ظاهریدل یوڅه وختي دی.
د عراق ځانگړو قواوو د موصول پرغرب باندي عملیات پیل کړل
د ایران لخوا حمایه کیدونکو ځانگړو قواوو د عراق د موصول ښار دتلعفر د ناحیې د بیرته نیولو په خاطر عملیات شروع کړل. ددغو قواوو ویاند احمد الاسَدي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي، چي ددغي ناحیې په نیولو سره به دعراق د موصول او سوريې دالرقعه ترمنځ د اسلامی دولتډلي تدارکاتي لار قطع سي. ددغه ښار د نیولو دپاره عملیات د اکتوبر پر ۱۷ باندي شروع سوي وه. هلته د تر ۵۰۰۰ پوري داعش جنگیالو اټکل کیږي.
د سوريې ملکي خلگ اوس هم مرستو ته منتظر دي
د سوريې د محاصره سوو سیمو هر لسم سوريايي ته په دغه میاشت کي غذايي مواد رسیدلي دي. دغه خبره المانۍ ورځپاڼي «راینیشن پوست» د جرمني د خارجه وزارت په حواله کړې ده. ددغه خبرپراساس که څه هم ملگرو ملتو په ۲۹ محاصره سوو ناحیو کي ۹۶۰۰۰۰ انسانان په ډیر عاجل ډول سره د کومکونو مسحق بللي وه، خو فقط ۷۷۰۰۰ کسانو ته بشري کومکونه رسیدلي دي.
د نایجریا په مایدوگوري کي بیا چاودني سوي دي
د نایجریاپه شمال غرب کي ددوو ځانمرگو بریدونو په نتیجه کي ۹ انسانان وژل سوي او ۲۴ نور هم ټپيان سوي دي. دژغورونکي ټیم په حواله د مایدوگوري په ښارکي دوو ځانمرگو بریدکونکو په رکشو کي ځان هوا ته والوزوی. یوه چاودنه د مهاجرینو کمپ «باکاسي» ته متوجه وه، چي پکښي تر ۲۰۰۰۰ اضافه انسانان اوسیږي.
کلینتن د فدرالي پولیسو څخه ددې د ایمیل د نشریدوغوښتنه کړېده
د امريکاد متحده ايالاتو د جمهوري رياست کاندیدې هیلاري کلینتن د فدرالي پولیسو-FBI څخه ددې د«رسوايۍایمیل» د نشریدو او وضاحت غوښتنه کړېده. دغي پخوانئ خارجه وزیري په «آیووا-Iowa» کي د یوې غونډی پر مهال وویل، چي FBI باید ټوله هغه معلوماتونه چي ددوی په اختیار کي دي، نشر ته وسپاري. داوايي، ډیره مطمیینه ته، چي په ایمیل کي به داسي شیان پیدا نه کړي، چي ددې پرضد به د اقامه دعوې سبب وگرزي.
په زرهاوو تایلینډیانو د مړه سوي پاچا«بومي بول» سره خدای په اماني وکړه
د تایلنډ دپاچا «بومي بول ادول یادي» تر مرگ دوې اوونۍ وروسته هغه د بنکاک په یوه هدیره کي خاورو ته وسپارل سو. دښخیدو د مراسمو تر شروع کیدو دمخه په لسهاوو زرهاوو انسانان د جمهوري رياست د ماڼی په مخکي راجمع سوي وه، ترڅو ځانونه د هغه تابوت ته ورسوي. ډیرو کسانو شپه د ماڼۍ مخته په خیموکي تیره کړې وه. ددغه ۸۸ کلن پاچا تر مرگ وروسته په هیواد کي بې مثاله مراسم تر سره کیږي، جشنونه او میلې نه کیږي.
اروپايي ټولني د کاناډا سره د ازاد تجارت قانون تصویبوي
د کاناډا سره د ازاد تجارت دقانون دتصویبولو پرسر به د اروپايي ټولني سرمشریزه سبا یکشنبه جوړه سي. داخبر داروپايي ټولني د شورأ رییس دونالد توسک په خپل تویتر کي خپور کړی دی. د کاناډا سره د ازاد تجارت قانون پخاطر باید داروپايی ټولني سرمشریزه د پنجشنبه په ورځ لا جوړه سوې وای، خو هغه د بلجیم د مقاومت له کبله وځنډیدله.