مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
بشري حقونوسازمان: پاکستاني پولیس د خلگو په وژلو کي لاس لري
د بشر د حقونو سازمان - Human Rights Watch پر پاکستاني پولیسو باندي تور لگوي،چي بې له محکمې دایرولو څخه دخلگو په وژلوکي لاس لري. نن په نیویارک کي ددغه سازمان لخوا خپور سوي یوه رپوټ په پاکستان کي دنورو بشري حقونو تر پښو لاندي کولوخبر هم ورکړی دی، لکه په وحشیانه ډول بندي کیدو او شکنجه کیدو څخه. ویل کیږي، چي اکثره بې محکمې قتلونه د هرارشۍ د فشار یامحلي ممتازو قشرونو د فشار له کبله صورت نیسي.
اولاند د کالې د مهاجروکمپ د تخلیه کولو اعلان کړی دی
د فرانسې جمهوررييس فرانسوا اولاند د کالې د مهاجرو د کمپ د قاطع تړلو او تخلیه کولو اعلان کړی دی. اولاندد برتانیې څخه هم غوښتنه وکړه، چي د مهاجرينو د بحران په هوارولو کي برخه واخلي. په دغه کمپ کي چی دکلونو راهیسي موجوددی، هغه مهاجرين راجمع سوي دي،چي غواړي بریتانیې ته ولاړ سي. د رسمي ارقامو پر اساس په هغه کي د۶۵۰۰۰ څخه تر ۷۵۰۰۰ پوري مهاجر اوسیږي،چي اکثره یې سوډانیان او افغانان دي.
د جرمني حکومت په سوريه کي د روسیې پر چلند باندي انتقاد کړی دی
د جرمني دحکومت ویاند شټیفان زایفرت په برلین کي وویل،چي بې له روسیې د حمایې څخه به ددمشق حکومت ونسي کولای چي د خپل ولس په مقابل کي خپل غیرانساني جنگ ته دوام ورکړي. دهغه په خبره د سوريې د حکومت وحشتناکه اعمال د بين امللي حقوقو ښکاره نقض دی. د سوريې لوی ښار حلب د جمهوررييس بشالاسد د مخالفینو په حواله تیره شپه هم د هوايي قواوو لخوا سخت بمباري سو.
DW د ترکيې د ځوانانو پر وزارت باندي اقامهء دعوی کړې ده
DW د ترکيې د انقرې په یوه مدني محکمه کي دهغې دیوې د ویدیویي مرکې دموادو د بیرته لاسته راوړلو پخاطر پریوه وزارت باندي اقامهء دعوی کړې ده. د ترکيې د ځوانانو او سپورټ وزارت د سپټمبر پر پنځمه نیټه د DW سره یوه مرکه سمدلاسه ضبط کړې وه. ترکي وزات د DW لخوا دمرکې د بیرته ورکولو مهلت هم په پام کي نه ؤ نیولی. د مرکې د ویدیو موادو ضبطول د ټولي نړی توده موضوع گرزیدلې وه.
د اذربایجان داساسي قانون په باب لانجمن ریفرانډم
په اذربایجان کي داساسي قانون د تغیراتو په هکله یو ریفرانډم تر سره کیږي. په ریفرانډم کي د نورو خبرو ترڅنگ بایددې ته رايي ورکول سي، چي ایا د جمهوري ریاست دوره دي د ۵ څخه اوو کلونو ته اوږده سي؟ د اروپا شورأ پردغه ریفرانډم باندي انتقاد کړی دی او هغه یې د جنوبي قفقاز ددغه جمهورريت ددیموکراتیک پرمختگ دپاره یوه ضربه بللې ده.
OECD:د محیط چټولو حقوق ډیر ارزانه دي
په اروپا کښي د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان – OECDپه پاریس کي ددې خبري تحقیق کړی دی،چی دولتونه د خپلو شرکتونو څخه څومره پیسې پلاس راوړي،کوم چي گلخانه اي گازونه هوا ته پورته کوي. د رپوټ پراساس شرکتونه په متوسط ډول دیوه ټن کاربن اکسایډ د تولید لپاره ۱۴،۴۰ یورو تادیه کوي،پداسي حال چه دهغه دپاکولو دپاره بیا دولتونه عملأ ۳۰ یورو مصرفوي.