مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
طالبانو د ارزگان پر مرکز تیرنکوټ باندي برید کړی
طالبانو د ارزگان پر مرکز تیرنکوټ باندي د څو ورځو راهیسي حملې پیل کړي چي د پنجشنبې په ورځ خپل اوج ته ورسیدلې او د ښار د سقوط احتمال رامنځته سوی. خو په دې منځ کي اوس چارواکو ویلي دي چي د طالبانو بریدونه یې پر شا تنبولي دي. د ارزگان ولایت ویاند دوست محمد نایاب، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چی اوس هلته تازه قوتونه رسیدلي او څرخي الوتکو د ځمکنیو قواوو څخه ملاتړ پیل کړی دی.
د ازبکستان صدراعظم د سرپرست ولسمشر په توګه دنده پیل کړه
د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایوف، د اسلام کریموف تر مرگ وروسته د پنجشنبې په ورځ د سرپرست جمهوررييس په توگه وظیفه پیل کړه. روسي انټرفکس خبري اژانس خبر ورکړی دی چې دغه فیصله د دغه هیواد د پارلمان د دواړو مجلسونو په مشوره سوې ده. کریموف چي د پخواني شوروي اتحاد پر دغه هیواد یې ۲۵ کاله حکومت وکړ د جمعې په ورځ د مغزي سکتې له کبله په روغتون کي ومړ.
سوسيال مسيحي گوند د مهاجرو په سیاست کي د سختگیرۍ غوښتنه کړې ده
د آلمان سوسيال مسيحي گوند د رسنیو په حواله د مهاجرو په سیاست کي د سختگیرۍ غوښتنه کړې ده. د شپیگل مجلې ویلي دي چي داسي یو سند ورسره پروت دی چي د پنجشنبې په ورځ او سبا به د دغه حزب مشرتابه هغه په تصویب ورسوي. د دغه سند پراساس سوسيال مسيحيانو د مهاجرينو لپاره په کال کي د یوې معینی فیصدی غوښتنه کړې ده چي هغه به تر ۲۰۰۰۰۰ تنو اضافه نه وي.
اروپايي ټولني د روسيې پر ضد بندیزونه تمدید کړل
اروپايي ټولني د روسيې پر ضد خپل بندیزونه بیا تمدید کړل. په دې ډول سره به ۱۴۶ اشخاص او ۳۷ مؤسسې، شرکتونه او سازمانونه بیا هم اروپايي ټولني ته د راتگ اجازه ونلري او یا به یې بانکي حسابونه کنگل پاته سي. پر هغو باندي تور لگیدلی دی چي د اوکراین بحران ته لمن وهي او هغه یې گرم ساتلی دی. خو دغه تصمیم باید په رسمي ډول د اروپايي ټولني د غړو دولتونو لخوا تاييد سي.
ترکيې د آلمان د پارلمان پر غړو باندي انچرلیک ته د تگ ممانعت لیري کړ
د آلمان پارلمان د دفاعي کميټې غړي اوس کولای سي د پلان مطابق په اکتوبر کي د ترکيې په انچرلیک کي د آلماني پوځ د نظامي اډې څخه لیدنه وکړي. انقرې د دې دمخه د ارمنستان د پریکړه لیک له کبله آلماني وکیلانو ته د انچرلیک څخه د لیدو اجازه نه ورکوله.
د آلمان حکومت د DW تر شا دریدلی دی
د ترکیې د سپورټ له وزیر سره د یوې مرکې د ضبطولو د شخړي په موضوع کي د جرمني حکومت د DW تر شا دریدلی دی. د حکومت ویاند شټیفان زایبرت، ویلي دي چي «حکومت د DW د هغي غوښتني ملاتړ کوي چي ویدیويي مرکه باید بیرته ورته وسپارل سي.