مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د هندوستان او پاکستان تر منځ د خبرو لهجه بیا تنده سوې ده
د هندوستان صدراعظم نارندرا مودي ددغه هیواد د استقلال د ورځي په مناسبت وینا کي پرهمسایه هیواد پاکستان باندي سخته حمله وکړه. په نوي ډیلي کي مودي په خپله وینا کي د پاکستان په بلوچستان ،گیلگیت او کشمیر په لانجمنه پاکستانی برخه کي د بیلتون غوښتونکو غورځنگونو په باب خبري وکړې. ده وویل،چي ددغه ځایو اوسیدونکي هڅه کوي ،د هندوستان څخه مرسته واخلي. خو په هندي کشمیر کی بیا لس امنیتي کسان ویشتل سوي دي.
لاوروف په حلب کي د شټاین مایر د اوربند غوښتنه رد کړه
د روسيې بهرنیو چارو وزير سرګیې لاوروف په حلب کي د جرمني د بهرنیوچارو وزير شټاین مایر سره د لیدني پر مهال د هغه داوربند غوښتنه رد کړه. شټاین مایر دروسيې څخه د سوريې په دغه ښار کي د بشري کومکونو د رسولو پخاطر د یوه اوربند غوښتنه کړې وه. لاوروف په حلب کي خپلو ابتکارونو ته اشاره وکړه اوویې ویل، چي د هغه ځای خلگو ته یې د تیښتي څلور لاري پرې ایښي او هره ورځ ددرو ساعتونو دپاره اوربند مراعتوي.
د سوریې- ترکيې په سرحد کي برید ډیرکسان وژلي دي
د سوریې- ترکيې په سرحد کي پر یوه بس باندي د یوه ځانمرگي بریدکونکي په حمله کي لږترلږه ۳۲ سوریايي یاغیان وژل سوي دي. د سوريې دپاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې رپوټ ورکړی دی،چي دغه یاغیان د ترکيې څخه د سوریې پرخوا روان وه، چي ورباندي ځانمرگی برید ترسره سو. خو دا لا تر اوسه پوري معلومه نده،چي د سرحد پرکومه خوا باندي پرون ماښام ناوخته دغه برید تر سره سوی دی.
عربي نظامي اییتلاف یمن ته بیرته د بشري مرستو الوتکي پرېږدي
د ملگرو ملتونو خیریه سازمانونه اجازه لري چي د صنعأ دهوايي میدان څخه بیرته کارواخلي،ترڅو دغه هیواد ته کومکي مالونه ورسیږي. د سعودي عربستان په رهبرۍ نظامي اییتلاف د سه شنبه په ورځ ترهغه وروسته میدان تړلی ؤ، چي دحوثي یاغیانو پر مورچلونو باندي یې په صنعأ کي بیرته هوايي بمبارۍ شروع کړې. بمبارۍ تر هغه وروسته شروع سوې، چي د ملگرو ملتو په رهبری د سولي خبري د ناکامی سره مخامخ سوې.
د ترکي «جمهوریت»ورځپاڼي د تحریر هییات مدیر استعفأ ورکړه
په ترکیه کی د دولتي اسرارو د خیانت په تور محکوم سوی ژورنالسټ جان دیندار دحکومتي مخالف اخبار «جمهوریت» د تحریر هییات دمدیریت څخه استعفأ ورکړې ده. ده همدارنگه ویلي دي،چي دی به د اوس دپاره ترکيې ته ولاړ نسي، چي خپل ځان ترکي عدلي مقاماتو ته وسپاري. دیندار د هغه دلیل دا ویل دی ، چي تر ناکامي کودتأ وروسته رامنځته سوي اضطراري حالت په نتیجه کی یې په هیواد کي انارشي او بې قانوني حاکمه سوې ده.
اسراييلو په لويديځ اردن کی د یوه فلسطيني بریدکونکي کور نړولی دی
د اسراييلو پوځ په اشغال سوي لويديځ اردن کي د هغه فلسطيني کور نړولی دی، چي د جون په اخره کي یې یوه ۱۳ کلنه اسراييلۍ په خوب کي وژلې وه. حمله کونکی په هغه وخت کي د امنیتي قواوو لخوا وژل سوی ؤ. اسراييل، بریدکونکو ته د جزأورکولو پردغه میتود باندي ټینگ دی او په وروستیو وختونو کي یې ډیر کورونه نړولي دي. خو منتقدین ددغه میتود پرقانونیت او مؤثریت باندي شک لري اووايي،چي دا کیدلای سي د لاراپاروني سبب وگرزي.